د دنيا د ټولو قامونه د ترقۍ راز پخپله ژبه تعليم وركولو كښې دے٬ كوم قامونه چې پخپله ژبه كښې تعليم حاصلوي٬ څوك چې خپله ژبه وائي٬ د خپلو رواياتو او قدرونو نه خبرېږي۔ د نامتو ليكوال او شاعر پرائېډ آف پرفارمنس ډاكټر اباسين يوسفزي اے پي پي سره خبرې

اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي) د مورنۍ ژبې نامتو ليكوال او شاعر پرائېډ آف پرفارمنس ډاكټر اباسين يوسفزے وئيلي دي مونږ چې په دنيا نظر اچوو نو د دنيا ټول قامونه چين ٬ جاپان٬ فرانس ٬ يورپ ٬ روس ٬ امريكا د هغوي د ترقۍ راز چې دے پخپله ژبه كښې تعليم دے٬ كوم قامونه چې پخپله ژبه كښې تعليم حاصلوي ٬ هغوي خپله ژبه هم وائي او …

اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي) د مورنۍ ژبې نامتو ليكوال او شاعر پرائېډ آف پرفارمنس ډاكټر اباسين يوسفزے وئيلي دي مونږ چې په دنيا نظر اچوو نو د دنيا ټول قامونه چين ٬ جاپان٬ فرانس ٬ يورپ ٬ روس ٬ امريكا د هغوي د ترقۍ راز چې دے پخپله ژبه كښې تعليم دے٬ كوم قامونه چې پخپله ژبه كښې تعليم حاصلوي ٬ هغوي خپله ژبه هم وائي او په دغې د خپلو رواياتو او قدرونو سره د خپلو اتلانو ٬ د خپل تاريخ او خپل مذهب نه هم په دېر ښكلي ډول خبر وي۔ ده ووئيل مونږ دا وايو چې بچي ته تعليم په مورنۍ ژبه كښې وركړې ٬ زمونږ په پاكستان كښې دې بچي انګريزي ژبه هم زده كوي ځكه چې هغه به يې په روزګار كښې پكار راځي٬ دنيا سره به پرې رابطه ساتي ٬ عربي دې هم زده كوي ځكه چې د قران او حديث ژبه ده ٬ د هغې نه علاوه فارسي دې هم زده كوي ٬ ډېر اعلې ادب پكښې موجود دے ٬ ده ووئېل ماشومان دې چينائي هم زده كړې ځكه چې چائينز زمونږ ګاونډيان دي او زمونږ ورسره راشه درشه ده او زمونږ ورسره كاروبارونه دي ۔ ده ووئېل په ژبو زده كولو كښې څه عېب نشته خو خپله ژبه هېرول دا خطرناك كار دے ٬ ده ووئېل كه تاسو اوګورئ د خپلې ژبې اهميت او ضرورت هله تسليم شي چې كله مونږ خوب وينو ٬ مونږ له به نورې شل ژبې راځي خو خوب پخپله مورنۍ ژبه كښې وينو ۔ نو چې كومه ژبه زمونږ د شعور او لاشعور ژبه ده ٬ كومه ژبه چې زمونږ د مور ژبه ده كومه ژبه چې زمونږ كلتوري ژبه ده نو پكار ده چې د هغې خيال اوساتلې شي او نورو ژبو زده كولو ته هم پام لرنه اوشي ٬ ده ووئېل هغه قامونه تر تل تله په دنيا كښې ښاد دي چې هغوي ځان نه دې هير كړے او د نورې دنيا د ټولو قامونو سره يې مينه كړې ده٬ د نورې ټولې ژبې چې دي دا زمونږ چاچي ګاني دي ٬ مامي ګاني دي ترورياني دي خو خپله ژبه چې وي هغه مورنۍ ژبه وي او جنت د مور د خپو لاندې دے ٬ اول خدمت د مور دے بيا وروستو د ترور او چاچي دے