اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي) د مورنيو ژبو نړيواله ورځ كومه چې سبا د جمعې په ورځ د پاكستان پشمول ګرډه نړۍ كښې نمانځلې شي اهميت او افاديت په حقله د اسلاميه كالج پوهنتون پیښور د اردو څانګې مشر او د اردو و پښںتو نامتو ليكوال پروفېسر اظهار الله اظهار اے پي پي ته ووئيل نن د مورنيو ژبونړيواله ورځ ده او ژبه يو داسې لوي انعام دے …
د مورنۍ ژبې اثرات د زېږون نه وړاندې پېل كېږي٬د اردو ٬ پښںتو نامتو ليكوال پروفېسر ډاكټر اظهار الله اظهار

مزید خبریں
اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي) د مورنيو ژبو نړيواله ورځ كومه چې سبا د جمعې په ورځ د پاكستان پشمول ګرډه نړۍ كښې نمانځلې شي اهميت او افاديت په حقله د اسلاميه كالج پوهنتون پیښور د اردو څانګې مشر او د اردو و پښںتو نامتو ليكوال پروفېسر اظهار الله اظهار اے پي پي ته ووئيل نن د مورنيو ژبونړيواله ورځ ده او ژبه يو داسې لوي انعام دے چې پرودګار يوازې په انساني معاشره باندې كړے دے ٬ تر څو پورې چې د حېواناتو تعلق دے نو د دنيا په هر ګوټ كښې د هغوي غږونه او فرېكوينسي شته ٬ كومه چې د هغوي لپاره كافي ده خو د انسانانو لپاره يې د شناخت او پېژندګلو لپاره ژبې بروردګار وركرې دي ٬ ده ووئېل په حېوانانو كښې پښتون ٬ انګرېز اويا كوم بل نه وي ٬ ټول يو فرېنكونسي فالو كوي ٬ انسانانو له يې ژبې ځكه وركړي چې په دې د دوي پېژنګلو كېږي ٬ده ووئېل د يو قام په ژبه كښې د هغوي تهذيب ٬ معاشرت او د علم سطح او نفسيات ټول شامل وي چې زده كول يې ډېره ضروري وي ٬ ځكه چې داسې د انسان په شخصيت كښې وسعتونه راځي او په پوهه كښې زياتوالے راځي ٬ده ووئېل زمونږ مورنۍ ژبه پښتو داسې ژبه ده چې پكښې مونږ خوبونه وينو او خپل تعبيرونه متعين كوو پښتو زمونږ مورنۍ ژبه ده او د مور په خيټه كښې د دې اثرات په مونږ شروع كېږي ٬ بيا په خړپوسو كښې او ساه ګانو كښې د دې اثرات شامل وي ۔ په وينه كښې شامل وي ٬ زمونږ نه ګېر چاپېره د ژبې نفسيات وي ٬ روايات وي ٬ تهذيبي رنګونه وي او اقدار وي ٬ د مورنۍ ژبې اهميت په حقله ده ووئېل تاسو اوګورۍ كه د نغري مونږ په انګلېسۍ كښې ترجمه كوو نو په فائرپټ په نوم به كوو يا چولها هم ورته وئېلې شي٬ خو دا هغه ماحول نه منتقل كوي ٬ نغرې خو هغه ماحول دے چې پكښې مشران ٬ كشران ناست وي خوراك پكښې كوياو ٬ مشورې هم كوي٬د مستقبل لائحه عمل هم جوړوي ٬ كه دا مونږ بلې ژبې ته منتفل كوو نو دا به د دې ساخت منتقل شي داخلي دنيا يې نه منتقل كېږي











