پېښور 20 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاكستان ټورازم ډويلپمنټ كارپوريشن (پي ټي ډي سي) منيجنګ ډائريكټر آفتاب الرحمان د جمعې په ورځ ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر پبلك ريليشنز آفيسر د اړخه جاري بيان له مخې ملاقات كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر ته د پي ټي ډي سي اغراض و مقاصد او كاركردګۍ په اړه تفصيلي بريفنګ …
د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاكستان ټورازم ډويلپمنټ كارپوريشن ايم ډي آفتاب الرحمان ملاقات

مزید خبریں
پېښور 20 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاكستان ټورازم ډويلپمنټ كارپوريشن (پي ټي ډي سي) منيجنګ ډائريكټر آفتاب الرحمان د جمعې په ورځ ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر پبلك ريليشنز آفيسر د اړخه جاري بيان له مخې ملاقات كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر ته د پي ټي ډي سي اغراض و مقاصد او كاركردګۍ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ ګورنر په هېواد كښې د سېلګرۍ ودي لپاره د ټورازم وژن، پروموشن او پبلسټي پروګرامز په اړه خبر كړے شو۔ملاقات كښې د ټورازم او هوسپيټيليټي سروسز پېل كولو او د ’’سلام پاكستان‘‘برانډ لانچ كولو سره د ټورازم سمپوزيم، كانفرنسز، پروموشنل ايكټيويټيز، ټورازم انويسټمنټ كانفرنسز اينډ ايكسپو، آسيان پاكستان ټورازم بزنس فورم، بدھ مت سياحتي كانفرنس او د نېشنل ټورازم ايوارډز 2025 په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔ بريفنګ كښې چترال،كيلاش، ناران لپاره د نېشنل ټورګائيډز پروګرام پشمول د ځوانانو استعداد زياتولو لپاره د هوټل منيجمنټ پشمول نورو سياحتي څانګو كښې په انډسټريل كچه هم تربيتي پروګرامز او پروموشنل ونټرسپورټس كولو په اړه هم خبرتيا وركړې شوه۔ګورنر ته ووئيل شول د پي ټي ډي سي پراپرټي 19 هوټلز د خېبر پښتونخوا حكومت ته سپارلې شوي۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل خېبر پښتونخوا قدرتي حسن، تاريخي ورثه او كلتوري تنوع په اړه د هېواد يوه مهمه صوبه ده۔











