كوئټه 20 فروري (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي سره د وزيراعظم د موسمياتي بدلونمشاورې رومينه خورشيد عالم ملاقات كړے چې پكښې بلوچستان ته په پېښو موسمياتي چېلنجونو٬ماحولياتي خطرو او د دغې مخ نيوي له په شريكه تګلاره تفصيلي د خيالاتو څرګندونه شوې۔په ملاقات كښې د وفاق او صوبې ترمينځه ماحولياتي مرسته لا موثره كولو ٬وسائل وركولو او د تكنيكي مرستې زياتولو ته اتفاق راغلو ۔په دې …
د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي سره د وزيراعظم د موسمياتي بدلون مشاورې رومينه خورشيد عالم ملاقات

مزید خبریں
كوئټه 20 فروري (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي سره د وزيراعظم د موسمياتي بدلونمشاورې رومينه خورشيد عالم ملاقات كړے چې پكښې بلوچستان ته په پېښو موسمياتي چېلنجونو٬ماحولياتي خطرو او د دغې مخ نيوي له په شريكه تګلاره تفصيلي د خيالاتو څرګندونه شوې۔په ملاقات كښې د وفاق او صوبې ترمينځه ماحولياتي مرسته لا موثره كولو ٬وسائل وركولو او د تكنيكي مرستې زياتولو ته اتفاق راغلو ۔په دې موقع وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي ووئيل ماحولياتي بدلون د موجوده دور يو لويې او سنجيده چېلنج دے د كوم اثرات چې په بلوچستان كښې په زيات شدت سره محسوسيږي۔ده ووئيل صوبائي حكومت د موسمياتي بدلون منفي اثرات مخ نيوي لپاره تل پاتي موثر تګلارې جوړولو له كار كوي۔وزيراعلٰی ووئيل په بلوچستان كښې د موسمياتي بدلون مخ نيوي لپاره وړومبې كلائميټ فنډ جوړ كړے شوے چې مقصد يې ماحولياتي منصوبې په وخت بشپړېدو او ځپليو سيمو كښې عملي اقدامات باوري كول دي۔په دې موقع د وزيراعظم كوآرډينيټرې رومينه خورشيد عالم ووئېل د موسمياتي بدلونونو چېلنجونو مخ نيوي لپاره به وفاقي حكومت بلوچستان سره په ګډه كار كوي۔دې د مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د صوبائي حكومت اقدامات د ستائنې وړ ګرځولو سره ووئېل بلوچستان كښې د كلائمټ چېلنج پالېسۍ لاندې ميرمنې او پسمانده طبقې هم شاملې كړې شوي كوم چې يو مثبت اقدام دے۔ملاقات كښې د دې عزم پخلے وكړے شو چې بلوچستان په ماحولياتي توګه محفوظ او تل پاتې صوبې جوړولو لپاره به شريكې هڅې روانې ساتلې شي۔











