پېښور ۔ 20 فروری (اے پی پی) په اپر چترال كښې وګړو له په ارزانه او رعايتي بيعه د اوړو وركولو باقاعده پرانسته وكړې شوه۔ د ډپټی کمشنر اپر چترال دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د صوبائي حكومت د احكاماتو په رڼا كښې اولس ته په رعايتي نرخونو د اوړو وركولو په لړ كښې ډپټی کمشنر اپر چترال عمران خان اسسټنټ کمشنر هېډکوارټر اپر چترال او ډسټرکټ …
په اپر چترال كښې اولس له په رعايتي نرخ د اوړو وركولو پرانسته

مزید خبریں
پېښور ۔ 20 فروری (اے پی پی) په اپر چترال كښې وګړو له په ارزانه او رعايتي بيعه د اوړو وركولو باقاعده پرانسته وكړې شوه۔ د ډپټی کمشنر اپر چترال دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د صوبائي حكومت د احكاماتو په رڼا كښې اولس ته په رعايتي نرخونو د اوړو وركولو په لړ كښې ډپټی کمشنر اپر چترال عمران خان اسسټنټ کمشنر هېډکوارټر اپر چترال او ډسټرکټ فوډ کنټرولر سره په ګډه د ارزانو اوړو باقاعده پرانسته وكړه۔ په دې موقع ډپټی کمشنر اپر چترال ووئيل چې اولس ته به د 20 كلوګرامه اوړو تروړه د 2220 روپو په رعايتي قيمت وركولې شي دغسې چې د روژې په مباركه مياشت كښې اولس ته ريليف وركړے شي۔ ده اولس ته اپېل وكړو چې هغوي دې آسانۍ څخه زياته نه زياته استفاده وكړي۔











