د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سركاري ملازمينو لپاره د نوې فليټس پرانسته وكړه

پېښور 20 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهيل آپريدي سركاري ملازمينو لپاره د استوګنې نوې فلېټس پرانسته كړې۔ په دې موقع د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې د پېښور په سول کوارټرز كښې په 1000 اسکوائر فټ رقبه مشتمل 96 نوي فلېټس جوړ كړې شوې دي٬ چې پكښې بېسمنټ او څلور منزله ودانۍ شاملې دي٬ په هر فلور 24 فلېټس جوړ كړې شوي دي چې پكښې …

پېښور 20 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهيل آپريدي سركاري ملازمينو لپاره د استوګنې نوې فلېټس پرانسته كړې۔ په دې موقع د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې د پېښور په سول کوارټرز كښې په 1000 اسکوائر فټ رقبه مشتمل 96 نوي فلېټس جوړ كړې شوې دي٬ چې پكښې بېسمنټ او څلور منزله ودانۍ شاملې دي٬ په هر فلور 24 فلېټس جوړ كړې شوي دي چې پكښې بجلي٬ اوبه٬ ګاز٬ سكيورټي او د پاركنګ پشمول ټول بنيادي سهولتونه موجود دي۔ په دې موقع وزير اعلی سهيل آپريدي ووئيل دا منصوبه د عمران خان د وژن له مخې سرکاري ملازمينو ته د استوګنې د بهترين سهولتونو وركولو عملي كولو هڅه ده دغسې چې د دوي كاركردګي زياته او اداره جاتي استحكام ته وده وركړې شي۔ ده ووئېل چې سرکاري ملازمين د حکومت قيمتي سرمايه ده او د دوي خېرښګړه د حكومت وړومبۍ ترجيح ده۔