د خوراك څښاك څيزونو بيعي دې په هر صورت مستحکمې اوساتلې شي۔ د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي سپارښتنه

کوئټه 19 فروري (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي د روژې مباركې مياشت په مهال د خوراك څښاك څيزونو په بيعو كښې د استحکام برقرار ساتلو اعلان سره واضحه كړې ده چې اولس له ريليف وركولو ته حكومت خاص پام لرنه كوي۔په خپل يو پيغام كښې د بلوچستان وزيراعليٰ اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې د روژي مباركي مياشت په مال مصنوعي ګراني، په زياته بيعه د …

کوئټه 19 فروري (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي د روژې مباركې مياشت په مهال د خوراك څښاك څيزونو په بيعو كښې د استحکام برقرار ساتلو اعلان سره واضحه كړې ده چې اولس له ريليف وركولو ته حكومت خاص پام لرنه كوي۔په خپل يو پيغام كښې د بلوچستان وزيراعليٰ اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې د روژي مباركي مياشت په مال مصنوعي ګراني، په زياته بيعه د څيزونو خرڅونكو او ذخيره اندوزۍ په ضد د كوم امتياز نه غير کارروائي به كولې شي۔ده ووئيل په ګرانه بيعه د څيزونو خرڅول به په هيڅ صورت ونه زغملے شي،انتظاميې ته سپارښتنه شوې چې د بازارونو مسلسل نګراني باوري كړي دغسې چې اولس له په مقرره بيعو د څيزونو وركړه باوري شي۔ده ووئيل ټوله صوبه كښې 3 لکهه 28 زره مستحقو كورنيو له خصوصي رمضان پيکج وركړے كيږي چې مقصد يې غريبۍ او کمزور طبقي د ګرانۍ د اثرات څخه ساتل او هغوي له زيات ريليف وركول دي۔وزير اعليٰ ووئيل د پيکج سپېځلے وېش باوري كولو له اته كسيزه ډسټرکټ ډويلپمنټ کمېټيو د لارې تر مستحقين مرسته ورسولې شي دغسې چې مستحق كسانو له په وخت او به منصفانه ډول سهولت وركړے شي۔