ګورنر فيصل کريم کنډي سره د يونيورسټي آف انجينئرنګ اېنډ ټېکنالوجي ټېکسلا وائس چانسلر ډاکټر عنايت خان بابړ وليدل

پېښور 19 فروري (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي سره د يونيورسټي آف انجينئرنګ اېنډ ټېکنالوجي ټېکسلا وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر عنايت خان بابړ په ګورنر هاٶس پېښور كښې ليدلي۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې وائس چانسلر ګورنر د پوهنتون د تعليمي او تحقيقي هلو ځلو نه خبرولو سره ووئيل چې دا مهال په پوهنتون كښې د نهه زره نه زيات زده كوٶنكي (هلكان او جينكۍ) …

پېښور 19 فروري (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي سره د يونيورسټي آف انجينئرنګ اېنډ ټېکنالوجي ټېکسلا وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر عنايت خان بابړ په ګورنر هاٶس پېښور كښې ليدلي۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې وائس چانسلر ګورنر د پوهنتون د تعليمي او تحقيقي هلو ځلو نه خبرولو سره ووئيل چې دا مهال په پوهنتون كښې د نهه زره نه زيات زده كوٶنكي (هلكان او جينكۍ) په بېلو څانګو كښې زده كړې ترلاسه كوي۔ ده وويل انجنيئرنګ يونيورسټي ټېکسلا د عصري سائنسي تقاضو سره سم تعليم وركوي او تحقيق، اختراع او د صنعتي رابطو ودې ته خاص پاملرنه كوي۔ ګورنر فيصل کريم کنډي په دې موقع ووئيل چې د هېواد ترقي، صنعتي خود کفالت او د ټېکنالوجۍ په مېدان كښې پېشرفت لپاره د انجنيئرنګ معياري تعليم ضروري دے