د بلوچستان پولیس د معمول ټولنئيزو جرائو سره سره د ترهه ګرۍ غوندې لويو چیلنجز سره هم مخ دي ،د بلوچستان وزيراعلې میر سرفراز بګتي

کوئټه ۔ 18 فروري (اے پي پي)د بلوجستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي په مشرۍ كښې صوبه كښې د لیویز فورس پولیس ته منتقل كولو نه پس د فورس د كار استعداد او د کارکردګۍ د جاج اغستو يوه غونډه په چیف منسټر سیکرټریټ كښې وشوه ۔ غونډه كښې د داخله محكمې بلوچستان چارواكو د لیویز په پولیس كښې د منتقل كولو نه پس په شوي پیش رفت، پیښو چیلنجز او …

کوئټه ۔ 18 فروري (اے پي پي)د بلوجستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي په مشرۍ كښې صوبه كښې د لیویز فورس پولیس ته منتقل كولو نه پس د فورس د كار استعداد او د کارکردګۍ د جاج اغستو يوه غونډه په چیف منسټر سیکرټریټ كښې وشوه ۔ غونډه كښې د داخله محكمې بلوچستان چارواكو د لیویز په پولیس كښې د منتقل كولو نه پس په شوي پیش رفت، پیښو چیلنجز او د سباون په تګلاره تفصیلي بریفنګ وركړو ۔ غونډه كښې پولیس د جدید دور تقاضو سره د سمولو د سمدستي او پراخه مودې د منصوبو منظوري وركړې شوه او په ټوله صوبه كښې د 46 نوو سب ډویژنل پولیس افسرانو (ایس ډي پی اوز) د تعیناتۍ پرېكړه وشوه ٬ دغسې چې د ضلعې او سب ډویژنل په كچه د پولیس نګراني او د انتظامي استعداد لا مؤثر كړے شي ۔ وزیراعلیٰ په ډویژنل او ضلعي كچې د نوې پولیس انتظامي ډھانچې د سمدستي تشکیل او دغې لپاره د پكار ټولو ضروري وسائلو وركولو هدایت سره واضحه كړه چې د پولیس د كار استعداد زياتولو لپاره به حکومت هر ممکن وسائل وركوي ۔ ده ووئېل د بلوچستان پولیس د معمول معاشرتي جرائمو سره سره د ترهه ګرۍ غوندې لويو چیلنجز سره مخ دي ، لهٰذا فورس له پیشه ورہ مهارت، جدید تربیه او جدید ټیکنالوجۍ وركول دي ۔ ده امر وكرو چې د لیویز فورس د انضمام نه پس اولس ته سهولیات وركولو او د امن و امان ښه والے د پولیس انتظامي حدود او اختیارات كښې پكار اصلاحات باندې مؤثر عمل درآمد باوري كړئ ۔ غونډه كښې چیف سیکرټري بلوچستان شکیل قادر خان، ایډیشنل چیف سیکرټري داخله حمزہ شفقات، ایډیشنل چیف سیکرټري ترقیات زاهد سلیم، آئي جي پولیس بلوچستان محمد طاهر خان او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔