د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په چيك پوسټ د هند مرستياله خوارجو په بريد شنډولو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی

اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په چيك پوسټ د هند مرستياله خوارجو په بريد شنډولو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی دي ۔د نهې په ورځ د ګورنر آفس د اړخه جاري شوي بيان كښې ده د 12 خوارجو په وژلو د امنيتي ځواكونو پيشه وره پوهه او بهادري وستائېله او د ترهه ګرو په مقابله كولو كښې شهيدو شوو ځوانانو ته يې …

اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په چيك پوسټ د هند مرستياله خوارجو په بريد شنډولو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی دي ۔د نهې په ورځ د ګورنر آفس د اړخه جاري شوي بيان كښې ده د 12 خوارجو په وژلو د امنيتي ځواكونو پيشه وره پوهه او بهادري وستائېله او د ترهه ګرو په مقابله كولو كښې شهيدو شوو ځوانانو ته يې پيرزوئنې وړاندې كړې۔ده دشهيدانو كورنيو سره د يو والي څرګندونه وكړه او د ژوبل اهلكارو زر روغتيا له د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ګورنر ووئيل دا ډول بريدونه د ترهه ګرۍ په ضد د هېواد او قام حوصله او عزم كمزورې كولې نه شي۔زمونږ د شهيدانو قربانۍ به بې ضائع نه ځي۔