کولمبو 16 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په کولمبو كښې د سري لنكا د لوبو او ځوانانو چارو وزير سنيل کمارا ګيميج سره ليدلي دي ۔ په دې موقع د لوبو په خاص توګه د كركټ ودې لپاره د مرستې په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په ملاقات كښې د سري لنكا سپورټس وزارت سره همكاري زياتولو ته اتفاق راغلو ۔ په دې …
محسن نقوي د سري لنكا دورې په مهال د سري لنكا د لوبو او ځوانانو چارو وزير سره وليدل

مزید خبریں
کولمبو 16 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په کولمبو كښې د سري لنكا د لوبو او ځوانانو چارو وزير سنيل کمارا ګيميج سره ليدلي دي ۔ په دې موقع د لوبو په خاص توګه د كركټ ودې لپاره د مرستې په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په ملاقات كښې د سري لنكا سپورټس وزارت سره همكاري زياتولو ته اتفاق راغلو ۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په دې موقع په سري لنکا كښې د پاکستان هائي کمشنر مېجر جنرل (ر) فهيم العزيز، ايډوائزر ټو چئيرمين پي سي بي عامر مير، چيف آپريټنګ آفيسر سمير احمد، چيف ايګزيکټو آفيسر پي اېس اېل سلمان نصير هم موجود وو۔











