د وزير اعظم شهباز شریف په غزه کښې د بې ګناه ماشومانو په شهادت دردونکو ټكو د فلسطین ریاست په سوشل میډیا پلېټ فارم ‘اسټیټ آف فلسطین’ ځانګړې پاملرنه ترلاسه كړه

اسلام آباد۔27ستمبر(اے پی پی) د وزير اعظم شهباز شریف په غزه کښېد بې ګناه ماشومانو په شهادت دردونکو ټكو د فلسطین ریاست په سوشل میډیا پلېټ فارم 'اسټیټ آف فلسطین' ځانګړې پاملرنه ترلاسه كړه ٬ وزيراعظم په فلسطینی مېرمنو، ماشومانو او سپین ږیرو باندې شوي ظلمونه د نړۍ وجدان ته په ډاګیزه توګه وړاندې کړل۔ د فلسطین رياست د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د وزیر اعظم شهباز شریف د …

اسلام آباد۔27ستمبر(اے پی پی) د وزير اعظم شهباز شریف په غزه کښېد بې ګناه ماشومانو په شهادت دردونکو ټكو د فلسطین ریاست په سوشل میډیا پلېټ فارم ‘اسټیټ آف فلسطین’ ځانګړې پاملرنه ترلاسه كړه ٬ وزيراعظم په فلسطینی مېرمنو، ماشومانو او سپین ږیرو باندې شوي ظلمونه د نړۍ وجدان ته په ډاګیزه توګه وړاندې کړل۔ د فلسطین رياست د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د وزیر اعظم شهباز شریف د وېنا په مهال په غزه کښې د ماشومانو د شهادت په اړه زړه سوزونکو ټکي ستايلو سره په خپل رسمي ټولنیز رسنیز پلیټ فارم څرګندولو سره وئيلي چې وزيراعظم  شهباز شریف په فلسطینی مېرمنو ، ماشومانو او سپین ږیرو باندې شوي ظلمونه د نړۍ وجدان ته په پوره قوت سره راپورته كړي دي۔ وزيراعظم په خپل خطاب كښې ووئيل فلسطيني ولس له لسيزو راهيسې په ځانګړې توګه ښځې، ماشومان او مشران له اشغال، بې کوره کېدو، کړاوونو او مرګ سره مخ شوي دي۔  تېر کال ما د ‘هند رجب’ په نوم د یوې معصومې فلسطینۍ نجلۍ زړه بوږنوونکې کېسه بیان کړې وه كومه چې د اسرائیلي عسکرو لخوا په بې رحمۍ سره په ډزو وژل شوې وه۔ سږ کال یوه بله پېښه زمونږ او د ټولې نړۍ په زړونو دروند بار شوې ده۔ دا د اته کلنې ‘وفا عقیله’ د ژړېدونکې مور زړه ماتونکې چغې دي چې په دې بې هدفه جارحيت کښې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ۔ افسوس، کومه ورځ چې باید د وفا عقیله د ښوونځي لومړۍ ورځ وې، د هغې د ژوند وروستۍ ورځ شوه۔ هغه پوښتنه وکړه چې ایا په غزه کې زېږېدلی ماشوم د نړۍ د کومې بلې سیمې د ماشوم په څېر د ژوند، راتلونکي او خوبونو لیدلو حق نه لري۔

مزید خبریں