اسلام آباد /منيلا۔ 28 ستمبر(اے یي پي) د سېنېټر عبدالقادر په مشرۍ كښې د سېنېټ پارلماني پلاوې د فلپائن پايه تخت منيلا ته ورسېد۔ د سېنېټ سېكرټرېټ تر مخه پارلماني پلاوې به د " خود مختاره مالياتي ادارې او د نړيوالو اريكو انتظام " مضبوط معيشت او د جامع اقتصادي پرمختګ ودې " په سر خط دوه ورځني نړيوال كنفرنس كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔ پلاوي كښې سېنېټر وقار …
د سېنېټړ عبدالقادر په مشرۍ كښې د پاكستان پارلماني پلاوې منيلا ته ورسېد٬ په نړيوال مالياتي كنفرنس كښې به ګدون كوي
اسلام آباد /منيلا۔ 28 ستمبر(اے یي پي) د سېنېټر عبدالقادر په مشرۍ كښې د سېنېټ پارلماني پلاوې د فلپائن پايه تخت منيلا ته ورسېد۔ د سېنېټ سېكرټرېټ تر مخه پارلماني پلاوې به د ” خود مختاره مالياتي ادارې او د نړيوالو اريكو انتظام ” مضبوط معيشت او د جامع اقتصادي پرمختګ ودې ” په سر خط دوه ورځني نړيوال كنفرنس كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔ پلاوي كښې سېنېټر وقار مهدي هم شامل دے۔ كانفرنس به د 28 نه تر 29 ستمېر 2026 كېږي چې پكښې د بېلا بېلو هېوادونو پارلماني استازي ٬ د مالياتي ادارو مشران ٬ د معيشت پوهان او پاليسي ساز به ګدون كوي










