بيجنګ ۔28 ستمبر (اے پي پي) چين كښې د امرېكې سفير ډيوډ پرډيو وئېلي دي صدر ډونلډ ټرمپ د امرېكې وسله په چين د خرڅولو وړاندېز وركړے دے۔ د اردو نيوز تر مخه دا خبره هغه تېره ورځ يوه مركه كښې وكړه ۔ هغه ووئېل صدر ټرمپ پرله پسې دا وائي چې موڼږ ټولې نړۍ كښې په نورو هېوادونو وسله خرڅوو او د خبرو په مهال هغه يو وخت …
صدر ډونلډ ټرمپ په چين د وسلې خرڅولو وړاندېز وركړے٬ د امرېكې سفير
بيجنګ ۔28 ستمبر (اے پي پي) چين كښې د امرېكې سفير ډيوډ پرډيو وئېلي دي صدر ډونلډ ټرمپ د امرېكې وسله په چين د خرڅولو وړاندېز وركړے دے۔ د اردو نيوز تر مخه دا خبره هغه تېره ورځ يوه مركه كښې وكړه ۔ هغه ووئېل صدر ټرمپ پرله پسې دا وائي چې موڼږ ټولې نړۍ كښې په نورو هېوادونو وسله خرڅوو او د خبرو په مهال هغه يو وخت د چين صدر نه هم پوښتنه كړې چې آيا هغه به څه وسله اغستل غواړي ؟ ۔ د امرېكې سفير ووئېل د نورو څيزونو د خرڅولو په بابله هم خبرې روانې دي او د امرېكې او چين اولس مشران چې كله هم ملاقات كوي په دې معامله خبره كوي۔ هغه دا سپيناوے هم وكړو چې د خرڅ په اړه د امرېكې موقف هم هغه دے او كوم بدلون پكښې نه دے راغلے ۔











