اسلام آباد ۔ 28 ستمېر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي تر معلومات رسنه د سپېځلې ٬ ځواب وركونكې او د خبرلرونكې ټولنې بنيادے ٬ مستند او په وخت معلومات ته رسنه د هر وګړي بنيادي او جمهوري حق دے ٬ د پاكستان آئين وګړو ته د اولسي اهميت په چارو كښې تر معلومات رسنې حق وركوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تر …
تر معلومات رسنه د سپېځلې ٬ ځواب وركونكې او با خبره ټولنې بنياد دے ٬ مستند او په وخت معلومات ته رسنه د هر وګړي بنيادي او جمهوري حق دے٬ سپيكر سردار اياز صاق
اسلام آباد ۔ 28 ستمېر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي تر معلومات رسنه د سپېځلې ٬ ځواب وركونكې او د خبرلرونكې ټولنې بنيادے ٬ مستند او په وخت معلومات ته رسنه د هر وګړي بنيادي او جمهوري حق دے ٬ د پاكستان آئين وګړو ته د اولسي اهميت په چارو كښې تر معلومات رسنې حق وركوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تر معلومات رسنې نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئېل د پاكې واكمنۍ او د اولس باور زياتولو لپاره تر معلومات رسنه ضروري ده ۔ پارلمان د قانون سازۍ او موثره نګرانۍ د لارې تر معلومات د رسنې حق تحفظ لپاره عزم لري٬ درست معلومات د باخبره پرېكړې او د ادارو ځواب وركوونكې جوړولو لپاره مرستياله ګرځي٬ ډېجېټل تېكنالوجۍ تر معلومات رسنه د وړاندې نه زياته آسانه كړې ده۔ ده ووئېل د بې بنسټه ٬ ګمراه كوونكو او غېر مصدقه معلومات خپرېدل يو لوي چېلنچ ګرځېدلے دے ٬ د مستند معلومات په وخت وركړه د ګمراه كوونكو معلوماتو په مخ نيوي كښې مهم كردار ادا كوي۔ ده ووئېل د فېك نيوز مخ نيوي لپاره ادارو ٬ مېيا او اولس له به په ګډه كردار تر سره كول وي۔ تر معلومات رسنه د اولس او حكومت تر مينځه د باور مضبوطولو موثر زريعه ده۔ سردار اياز صادق ووئېل د مستند معلوماتو وركړه د جمهوري عمل ٬ پاكې واكمنۍ او د موثر اولسي ګډون لپاره ضروري ده۔











