ملګري ملتونه 28 ستمبر(اے پي پي) سعودي عرب به د ملګرو ملتونو د ترهه ګرۍ مخ نيوي مركز(يو اين او سي ټي) تر مخه د پروګرامونو لپاره 6 ملين ډالره مالي مرسته وركوي ۔ د ايس پي اے تر مخه د دې خبرې اعلان خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان نيو يارك كښې د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوترېس سره ملاقات كښې وكړو ۔ دا ملاقات د ملګرو …
سعودي عرب به د ملګرو ملتونو د ترهه ګرۍ مخ نيوي مركز ته 6 ملېن ډالر وركوي
ملګري ملتونه 28 ستمبر(اے پي پي) سعودي عرب به د ملګرو ملتونو د ترهه ګرۍ مخ نيوي مركز(يو اين او سي ټي) تر مخه د پروګرامونو لپاره 6 ملين ډالره مالي مرسته وركوي ۔ د ايس پي اے تر مخه د دې خبرې اعلان خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان نيو يارك كښې د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوترېس سره ملاقات كښې وكړو ۔ دا ملاقات د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 81 مې غونډې په مهال شوے۔ ملاقات كښې د سعودي عرب او ملګرو ملوتو تر مينځه د مرستې د څانګو جاج واغستلے شو ٬ د شريكې خوښې په چارو او په نړيوال او سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ملګرو ملوتو د ترهه ګرۍ مخ نيوي مركز لپاره د مملكت مالي مرسته به په څلورو كلنډر كلونو وېشلې شي د كومې پېل به چې د 2027 مالي كال نه كېږي۔ دا مرسته د ترهه ګرۍ مخ نيوي په اړه بېلو څانګو كښې د ملګرو ملتونو د مركز كردار مضبوطولو لپاره د مملكت د عزم عكاسي كوي ۔ سعودي عرب د ملګرو ملتونو د ترهه ګرۍ مخ نيوي مركز سره د ډېرې مودې نه مرسته روانه ساتلې ده او د مركز فعالتيا لپاره يې د 110 مېلين ډالر معاونت كړے دے۔











