وزيراعظم شهباز شريف د آسټريا کاروباري طبقې ته د پاكستان په بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه

ويانا 16 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د آسټريا کاروباري طبقې ته په كر كيله، آئي ټي، معدنيات او کان کنۍ، سېلګرۍ، ټيکسټائل ٬ څرمن، د تجديد وړ توان او د انجينئرنګ پشمول بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنې وركولو سره وئيلي دي د آسټريا سرمايه کار دې پاکستان ته راشي٬ حكومت به د دوي كوربتوب كوي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې او دوه اړخيزه …

ويانا 16 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د آسټريا کاروباري طبقې ته په كر كيله، آئي ټي، معدنيات او کان کنۍ، سېلګرۍ، ټيکسټائل ٬ څرمن، د تجديد وړ توان او د انجينئرنګ پشمول بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنې وركولو سره وئيلي دي د آسټريا سرمايه کار دې پاکستان ته راشي٬ حكومت به د دوي كوربتوب كوي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې او دوه اړخيزه تجارت حجم زياتولو پراخه موقعې موجود دي۔ دا خبرې ده د ګل په ورځ پاکستان-آسټريا بزنس فورم ته خپلې وېنا كښې وكړې٬ په دې موقع نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار، وفاقي وزير عطاء الله تارړ، خاص مرستيال طارق فاطمي سره د دواړو هېوادونو كاروباري شخصيات هم موجود وو۔ وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمېنځه په مضبوطو بنيادونو اډانه د اوږدې مودې دوستانه اړيكو ذكر كولو سره ووئيل د آسټريا كمپنۍ د لسيزو راهسې پاکستان كښې كار كوي خو په ماضي قريب كښې په دې كښې كمے راغلے دے، د تجديد وړ توان، معدنيات او کان کنۍ او سېلګرۍ په څانګو كښې د اسټريا يو شمېر كمپنۍ پاكستانو شراكتدارو سره په ګډه كار كوي۔ ده د چانسلر کرسچئين اسټاکر سره د دوه اړخيزه او د پلاوي په كچه خبرې په زړه پورې او رغنده ګرځولو سره ووئيل په دې ملاقاتونو كښې ترسره شوې چارې به مخ په وړاندې بوتللې شي۔ ده ووئيل پاکستان او آسټريا د اوږدې مودي اړيكې لري٬ د دواړو هېوادونو اړيكې په لسيزو محيط او په تاريخي حقائقو اډانه دي، د تجديد وړ توان او د كان كنۍ په څانګه كښې د اسټريا مرسته د ستائنې وړ ده ۔ ده ووئيل د پاکستان په دآبادۍ كښې 60 فيصده ځوانان دي، زمونږ ځوانان صلاحيت لرونكي دي ٬ حكومت د آئي ټي څانګې پرمختګ لپاره يو شمېر اقدامات كړي، ده ووئېل صوبائي حکومتونو سره په ګډه د آئي ټي تعليم او تربيې لپاره هڅې كوٶ، د ځوانانو ترقۍ لپاره يو شمېر منصوبې پېل كړې شوې دي۔ وزيراعظم ووئيل د غېر قانوني تارکين وطن په مسئله اروپائي پارټنرز سره په ګډه كار كوٶ۔ ده ووئيل د پاکستان د معيشت مهم انحصار په زراعت دے، 60 فيصده آبادي په كليوالو سيمو كښې مېشته ده، د زرعي ټيکنالوجۍ ترقي او د غنمو، جوارو او ګنو پشمول د مهمو فصلونو د ايكړ په سر پېداوار زياتولو لپاره هلې ځلې روانې دي، په زرعي څانګه كښې ويليو ايډيشن لپاره به د آسټريا د مرستې هركلے كوو ځكه چې په دې څانګه كښې اسټريا پراخه تجربه او مهارت لري ۔ ده د معدنيات او کان کنۍ په څانګه كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو د خواهش څرګندونې كولو سره ووئيل پاکستان د قدرتي وسائلو نه ډك هېواد دے۔ ده په بېلو څانګو كښې د آسټريا بزنس کميونټۍ ته د سرمايه کارۍ بلنې وركولو سره ووئيل پاکستان كښې د سېلګرۍ٬ تجديد وړ توان، انجينئرنګ، ټيکسټائل، ليدر، هائيډرو پاور، سولر، بائيو ماس، سمارټ سلوشنز، ګرډ ماډرنائزيشن، انډسټريل آټوميشن، مشينري او په نورو څانګو كښې د سرمايه کارۍ زړه راښكونكې موقعې شته ٬ معاشي څانګه كښې شراكتداري نوې لوړې كچې ته د رسولو خواهش لرو ، په اپرېل كښې به پاکستان د اي بزنس فورم په اسلام آباد كښې كولې شي ۔ وزيراعظم د آسټريا په سرمايه کارو زور راوړو چې ھغوې د حكومت په بلنه پاكستان ته راشي ٬ زمونږ مېلمانه شئ او په پاکستان كښې د سرمايه كارۍ د موقعو جاج واخلۍ٬ د دې نه وړاندې نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار هم بزنس فورم ته وېنا وكړه۔

مزید خبریں