پېښور ۔ 13 فروری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د بنګله دېش په ټول ټاكنو كښې بنګله دېش نېشنلسټ پارټي (بی اېن پی) ته په ښكاره اكثريت ترلاسه كولو د ګوند مشرتابه او اولس له مباركي وركړې ده۔ په خپل بيان كښې ګورنر ووئيل د بنګله دېش اولس په جمهوري عمل كښې ګډون كولو سره يو وارې بيا دا ثابته كړه چې جمهوريت د مسئلو …
د خيبر پښتونخوا ګورنر د بنګله ديش په ټول ټاكنو كښې بي اين پي ته په ښكاره اكثريت ترلاسه كولو مباركي

مزید خبریں
پېښور ۔ 13 فروری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د بنګله دېش په ټول ټاكنو كښې بنګله دېش نېشنلسټ پارټي (بی اېن پی) ته په ښكاره اكثريت ترلاسه كولو د ګوند مشرتابه او اولس له مباركي وركړې ده۔ په خپل بيان كښې ګورنر ووئيل د بنګله دېش اولس په جمهوري عمل كښې ګډون كولو سره يو وارې بيا دا ثابته كړه چې جمهوريت د مسئلو حل او د اولسي هيلو ترجمان وي۔ ده ووئيل د اولسي مېنډېټ احترام د جمهوري ټولنې بنياد وي۔ ده ووئيل د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه تاريخي ٬ كلتوري او مذهبي اړيكې موجود دي او د دواړو هېوادونو اولسونو ترمنځه د خېر سګالۍ جذبې موندلې شي۔ ده هيله ښكاره كړه چې د نوي مشرتابه په دور كښې به د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا مسمتحكمې شي او دوه اړخيزه تجارت ٬ سيمه ايزه همكاري او په اولسي كچه تړون او پېوستون به وده ومومي۔ ګورنر ووئيل په منطقه كښې امن ٬ استحكام او سوكالۍ لپاره مضبوطې جمهوري ادارې ضروري دي او په بنګله دېش كښې جمهوري تسلسل سوئيلي آسيا لپاره مثبت پېشرفت دے۔ده د بنګله دېش نوې مشرتابه لپاره د نېكو هيلو څرګندونې كولو سره ووئيل هغه به د اولس د هيلو له مخې هېواد د پرمختګ او استحكام په لاره روان كړي











