اسلام آباد 13فروری(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د بنګله دېش عامو ټاكنو كښې په كاميابۍ د بنګله دېش نيشنلسټ پارټۍ(بي اين پي)او د هغې مشر طارق رحمان له مباركي وركولو سره د نيكو هيلو څرګندونه كړې ده ۔د جمعې په ورځ د غمرازۍ په خپل پېغام كښې ده ووئيل بي اين پي ته لويې اكثريت سره مينډيټ ترلاسه كېدل د بنګله دېش اولس د باور څرګندونه …
د قامي اسمبلۍ سپيكر د بنګله دېش نيشنلسټ پارټۍ مشر طارق رحمان له مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 13فروری(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د بنګله دېش عامو ټاكنو كښې په كاميابۍ د بنګله دېش نيشنلسټ پارټۍ(بي اين پي)او د هغې مشر طارق رحمان له مباركي وركولو سره د نيكو هيلو څرګندونه كړې ده ۔د جمعې په ورځ د غمرازۍ په خپل پېغام كښې ده ووئيل بي اين پي ته لويې اكثريت سره مينډيټ ترلاسه كېدل د بنګله دېش اولس د باور څرګندونه ده٬بنګله دېش كښې په امن او سپيځلې ټاكنې د جمهوري اقدارو د استحكام علامت دے۔د قامي اسمبلۍ سپيكر د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه د تاريخي٬ورورولۍ او ټول اړخيزه اړيكو لا قوي كولو د عزم پخلر وكړو او وې وئېل د دواړو هېوادونو پارليمانونو ترمينځه د روابط ودې څخه شريك باور به زيات شي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر اولسي او په پارليماني كچه د روابط ودې لپاره د نوي بنګله ديشي حكومت سره د نزدې مرستې خوښي څرګنده كړه ۔ ده ووئېل سوئېلي آسيا كښې امن٬استحكام او پرمختګ لپاره د پاكستان او بنګله دېش شريك كردار د اهميت وړ دے









