کابل۔28ستمبر (اے پي پي) افغانستان كښې د طالبان رجيم خلاف وسله وال مزاحمت پرله پسې ګړندے كېږي او په بېلا بېلو ډګرونو طالب ځواكونه د سخت فشار سره مخ دي ۔ افغان ولايتونو نورستان او کنړ كښې د طالبانو او مزاحمتي ځواكونو تر مينځه د نښتو د شدت له امله منطقه كښې د امنيت صورتحال ډېر ناوړه شوے دے ۔د افغانستان فريډم فرنټ (اے ايف ايف)ادعا كړې ده چې …
افغانستان كښې د طالبانو خلاف وسله وال مزاحمت ګړندے شو ، نورستان او کنړ كښې په بېلو پوستو د قبضې ادعا

مزید خبریں
کابل۔28ستمبر (اے پي پي) افغانستان كښې د طالبان رجيم خلاف وسله وال مزاحمت پرله پسې ګړندے كېږي او په بېلا بېلو ډګرونو طالب ځواكونه د سخت فشار سره مخ دي ۔ افغان ولايتونو نورستان او کنړ كښې د طالبانو او مزاحمتي ځواكونو تر مينځه د نښتو د شدت له امله منطقه كښې د امنيت صورتحال ډېر ناوړه شوے دے ۔د افغانستان فريډم فرنټ (اے ايف ايف)ادعا كړې ده چې په نورستان او کنړ كښې د کارروائيو په مهال 5 طالب جنګيالي وژلې شوي او 10 ژوبل شول ۔ د وياند تر مخه د کارروائيو په مهال د طالبان رجيم ګڼې او مهمې پوستې قبضه كرې شوي ۔ بل پلو د افغانستان نيشنل ريزسټنس فرنټ هم د آزادۍ او خود مختارۍ په دې هلو ځلو كښې د اے ايف ايف بشمول د نورو مزاحمتي ډلو د مکمل مرستې اعلان کړے دے ۔ د دفاعي پوهانو وېنا ده په کابل قابض طالبان رجيم خپل غير قانوني اقتدار ته دوام وركولو له له د مختلف ترهه ګرو تنظيمونو مرسته كوي د كومې په نتيجه كښې چې هېواد دننه د اړي ګړي او زياتېدونكو وسله والو کارروائيو سره مخ شوے دے ۔









