پیښور 28 ستمبر (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د پارليماني غړو بشمول وفاقي وزير امير مقام سره د هغه په استوګنه ملاقات وكړو ۔د ګل په ورځ د پښور ګورنر هاؤس وياند له مخې په ملاقات كښې دفاع لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ چيئرمېن سردار فتح الله خان مياں خيل٬د اين ډي ايم اے مشر اود قامي اسمبلۍ غړے محسن داوړ٬د پيپلز پارټۍ خېبرپښتونخوا اسمبلۍ …
د خېبرپښتونخوا ګورنر د وفاقي وزير امير مقام سره ملاقات
پیښور 28 ستمبر (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د پارليماني غړو بشمول وفاقي وزير امير مقام سره د هغه په استوګنه ملاقات وكړو ۔د ګل په ورځ د پښور ګورنر هاؤس وياند له مخې په ملاقات كښې دفاع لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ چيئرمېن سردار فتح الله خان مياں خيل٬د اين ډي ايم اے مشر اود قامي اسمبلۍ غړے محسن داوړ٬د پيپلز پارټۍ خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړو كښې پارليماني مشر احمد كريم كنډي هم د هغه سره وو۔په ملاقات كښې د پاكستان مسلم ليګ خبرپښتونخوا د اطلاعات سېكرټري رحمت سلام خټك٬ ايم پي اے صوبيه خان٬پخوانے سينيټر بهره مند تنګي هم موجود وو۔په ملاقات كښې په صوبه كښې د امن او امان صورتحال٬سياسي اړي ګړي او په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه او په ګڼ شمېر تجاويز مشاورت وشو ۔لارښودو خېبرپښتونخوا كښې د زياتې شوې ناامنۍ په اړه د تشويش څرګندونه وكړه او د حالاتو سنګيني يې د خېبرپښتونخوا حكومت نااهلي وګرځوله۔








