پېښور 28 ستمبر (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي وفاقي حکومت خبرو اترو له چمتو دے خو عدالتونو څخه د سزا شوي كس په خوشې كولو به هېڅ خبره نه كېږي، د سهېل آفريدي حکومت په بشپړه توګه ناكامه شوے دے٬ پي ټي آئي ته اولسي ملاتړ نه دے ترلاسه٬ په پېښور پرېس کلب كښې پرېس کنفرنس ته خپلې وېنا …
خبرو اترو له چمتو يو خو د بنديوان په خوشې كولو به هېڅ خبر نه كېږي٬ د پي ټي آئي حكومت ناكامه شوے دے، اولسي ملاتړ نه لري۔ انجينئر امير مقام

مزید خبریں
پېښور 28 ستمبر (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي وفاقي حکومت خبرو اترو له چمتو دے خو عدالتونو څخه د سزا شوي كس په خوشې كولو به هېڅ خبره نه كېږي، د سهېل آفريدي حکومت په بشپړه توګه ناكامه شوے دے٬ پي ټي آئي ته اولسي ملاتړ نه دے ترلاسه٬ په پېښور پرېس کلب كښې پرېس کنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل پي ټي آئي او په وزيراعليٰ تنقيد كولو سره ده ووئيل سهېل آفريدي او د ھغه ګوند اولسي ملاتړ نه لري۔ ده په سهېل افريدي د کرپشن او اولس ګمراه كولو تورونه لګولو سره ووئيل سهېل آفريدي په صوبه كښې كرپشن زيات كړے دے او ډېر زره به قانون سره مخ شي۔ وفاقي وزير ووئيل خبرې اترې به كېږي خو د دې طريقه كار دے٬ دا نشي كېدے چې په يوه خبره ولاړ ئې ٬ د پي ټي آئي باني ته سزا عدالتونو وركړې ده نو مونږ ئې څنګه خوشې كولے شو، د هغه خوشې كونه د عدالتونو د لارې ممكن ده۔ امير مقام ووئيل تحريک انصاف د ترهګرو په آباد كارۍ كښې سهولت كاري كړې او اوس هم د دوي د واپسۍ او آباد كارۍ خوښي لري۔ ده ووئيل د سهېل آفريدي حكومت په بشپړه توګه ناكامه شوے دے٬ اولسي خېرښګړې پلو پام نه كوي۔ ده ووئيل روغتونونو نه تر سكولونو صورتحال خراب دے۔ ده په اولس زور راوړو چې خپلو حقونو لپاره صوبائي حكومت څخه پوښتنه وكړي ۔ ده ووئيل سهېل آفريدي د سهار نه تر ماښام په سياسي چارو كښې مصروف وي او صوبې ته وخت نه وركوي،د كرپشن په سبب به قانون سره مخ كېږي۔ ده ووئيل پي ټي آئي د 40 لكه كسانو په سړكونو د راوېستلو ادعا كړې وه او په عين وخت ئې مارچ موخر كړو۔ ده ووئيل په 9 مئي او 26 نومبر چې څه شوي د ټولو په وړاندې دي او اوس هم داسې منصوبه ده۔ د ګورنر راج په پوښتنه ده ووئيل په آئين او قانون كښې ګنجائش موجود دے او ټولې آئيني و قانوني تقاضې هم ترسره دي خو في الحال په دې خبره نه د شوې ۔








