د اسلام آباد زندان به په دوه مياشتو كښې فعال شي٬ د ځائي مقدمو ټول تورن او مجرمان به منتقل كوٶ، د پرلت د ډيډ لائن ختمېدو نه وروستو به د صورتحال له مخې كاروائي كوٶ۔ محسن نقوي

اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير سينيټر محسن نقوي وئيلي دي د اسلام آباد زندان به په دوو مياشتو كښې فعاله شي٬ د ځائي مقدمو ټول تورن او مجرمان به منتقل كوٶ٬ څومره چې غېر قانوني افغانان په پاكستان كښې مېشته دي په هر صورت به يې بېرته استوٶ٬ د پرلت د ډيډ لائن ختمېدو نه وروستو به د صورتحال له مخې كاروائي كوٶ٬ …

اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير سينيټر محسن نقوي وئيلي دي د اسلام آباد زندان به په دوو مياشتو كښې فعاله شي٬ د ځائي مقدمو ټول تورن او مجرمان به منتقل كوٶ٬ څومره چې غېر قانوني افغانان په پاكستان كښې مېشته دي په هر صورت به يې بېرته استوٶ٬ د پرلت د ډيډ لائن ختمېدو نه وروستو به د صورتحال له مخې كاروائي كوٶ٬ د اسلام آباد ريسکيو او ايمرجنسي سروس په بشپړه توګه خپلواكه او جديد اداره جوړوٶ۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ په اسلام آباد پوليس لائن كښې د سپيشل ويپنز اينډ ټيکټس فورس (اېس ډبليو اے ټي) پاسنګ آٶټ دستورې ته وېنا او خبريالانو سره په خبرو كښې كړې۔ په دې موقع د اسلام آباد آئي جي ناصر علي رضوي او نور افسران هم موجود وو۔ د اسلام آباد ايمرجنسي سروس په جديد ډول سمولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب محسن نقوي ووئيل د اسلام آباد ايمرجنسي سروس يوه جلا اداره جوړوٶ٬ د سټېټ آف دي آر دې ادارې ته جديد سهولتونه وركوٶ۔ د پي ټي آئي باني د اسلام آباد نوې زندان ته د منتقلۍ په اړه د پوښتنې په ځواب ده ووئيل د هغوي پشمول چې په چا هم په اسلام آباد كښې مقدمې درج وي او ھغوي حوالاتي يا بنديوان دي د اسلام آباد نوي زندان ته به منتقل كوٶ كوم چې په دوو مياشتو كښې فعاله كېدونكے دے۔ د پي ټي آئي لخوا په اسلام آباد كښې د پرلت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل 48 ساعته ډېډ لائن دې تېر شي ٬ د دغې نه پس چې كه چا پرلت اووهو نو د قانون له مخې به كاروائي كولې شي، د اسلام آباد آئي جي او د دوي ډله په بشپړه توګه چمتو ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئېل د اسلام اباد او پېنډۍ پشمول چرته هم غېر قانوني افغانان موجود وي دوي به په سمدستي توګه بېرته استولې شي۔ د دې نه وراندې دستورې ته خپلې وېنا كښې محسن نقوي ووئيل د كله نه چې وفاقي پوليس جوړ شوے ھغه وخت راهسې دوي سره د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د پنجاب او نورو صوبو په څېر ايليټ فورس نه ٶ۔ ده ووئيل د پاك پوځ ټرينټرز شپه او ورځ يو كولو سره د شپږو مياشتو تربيه په په درېو مياشتو كښې بشپړه كړې ده٬ دې سره سره نيشنل پوليس اکيډمي او پوليس ټريننګ سکول هم اپ ګرېډ كړے شوے٬ دلته به د نړيوال معيار له مخې تربيه وركوٶ۔ ده ووئيل په اسلام آباد ټريفک پوليس او ډرائيونګ سکول كښې به هم اصلاحات تر نظره شي٬ دلته د بهرتۍ ضرورت هم ترسره كوٶ٬ د اسلام آباد پوليس وړومبنۍ ترجيح امن او امان په كنټرول كول دي۔

مزید خبریں