ریډیو پاکستان هېواد كښې اولسي شعور بیدارولو ، په وخت د معلومات رسنه ، ماحولیاتي خبرتيا ، لوبو، ادب او د كلتور وده كښې څرګند کردار ادا کړے ،د اطلاعات و خپرونو وفاقي سېكرټري اشفاق احمد خلیل د ریډیو نړيوالې ورځ په موقع پیغام

اسلام آباد۔13فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي سیکرټري اشفاق احمد خلیل وئبلي دي ریدیو پاکستان په هېواد كښې اولسي شعور بیدارولو ، په وخت معلومات رسولو، ماحولیاتي خبرتيا ، لوبو، ادب او د كلتور په وده كښې څرګند کردار ادا کړے دے او د قامي ژوند په هر مهم پراؤ يې د قام رہنمائي كړې ده ۔ د ریډیو نړيوالې ورځ په موقع خپل پیغام كښې ده …

اسلام آباد۔13فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي سیکرټري اشفاق احمد خلیل وئبلي دي ریدیو پاکستان په هېواد كښې اولسي شعور بیدارولو ، په وخت معلومات رسولو، ماحولیاتي خبرتيا ، لوبو، ادب او د كلتور په وده كښې څرګند کردار ادا کړے دے او د قامي ژوند په هر مهم پراؤ يې د قام رہنمائي كړې ده ۔ د ریډیو نړيوالې ورځ په موقع خپل پیغام كښې ده د نشریات څانګې څخه تړون لرونكو ټولو چارواكو او کارکنانو ته مبارکي وركولو سره ده ووئېل د اطلاعات او خپرونو وزارت ته دا اعزاز تر لاسه دے چې دوه لوييې قامي نشریاتي ادارې، ریډیو پاکستان او پاکستان ټیلي وژن د دې وزارت تر انتظام لاندې خپل خدمات تر سره كوي ، دې دواړو ادارو د خپل قیام نه تر ننه هېواد كښې اولسي شعور بیدارولو ، په وخت معلومات رسولو ، ماحولیاتي خبرتيا، لوبو، ادب او د كلتور وده كښې څرګند کردار ادا کړے دے او د قامي ژوند په هر مهم پراؤ يې د قام رهنمائي کړې ده ۔ده ووئېل د ریډیو پاکستان تاریخ د 1965ء جنګ په حواله د يو ځانګړي قامي خدمت نه عبارت دے، په دغه مهمه ګھړۍ او بيا په 1971ء جنګ كښې ریډیو چې په كوم ولوله لرونكې انداز كښې د قام حوصله زياته كړه ، د پاكستان وسله والو ځواكونو کارنامې يې رامخې ته كړې او ګرد قام يې يو موټے كړو هغه زمونږ د نشریاتي تاریخ يو زرين باب دے۔ ده ووئېل په انتظامي كچه د اطلاعات وزارت د دې امر لپاره عزم لري چې ریډیو پاکستان د جدید تقاضو سره هم آهنګ کړے شي ٬ په اوسنو كښې ریډیو پاکستان خپل د پنشن نظام په مکمل توګه ډیجیټل كړے دے كوم چې د کارپوریشنز لپاره يو د تقلید وړ مثال دے، دې اقدام څخه نه يوازې سپېځلتيا زياته شوې ده بلکې مالي نظم و ضبط هم لا ښه شوے دے ۔ ده ووئېل ریډیو پاکستان په مالي توګه مستحکمولو ته موڼږ پام لرنه كوو ۔ د اطلاعات او خپرونو وزارت په ماضي كښې هم د ریدیو پاکستان مالي معاونت کونكے پاتي دے او انشاء اللہ ېيا به هم مناسب مالي مرسته روانه ساتي ٬ دغسې چې دا قامي ادارہ خپل فرائض په ښه ډول تر سره كوي ۔ د اطلاعات سېكرټري ووئېل ریډیو پاکستان په مالي نظم و ضبط عمل کولو سره خپل ځان د دې امر جوګه ثابت کړے دے چې د وزارت په مشرۍ كښې برقرار پاتي شو او دا ادارہ د يو مضبوط او مثالي کارپوریشن په توګه به لا ترقي وكړي ،مونږ د دې عزم پخلے وكړو چې انتظامي سپېځلتيا، پیشه وارہ مهارت او جدید اصلاحات د لارې د ریډیو پاکستان يوه فعاله ، وقار لرونكې او مستحکمه قامي ادارہ جوړه كړې شي ۔

مزید خبریں