وفاقي حکومت بلوچستان كښې پرمختيائي كارونو ته خاص پاملرنه كوي : طارق فضل چوهدری

اسلام آباد۔13فروری(اے پي پي) د پارليماني چارو وفاقي وزير طارق فضل چوهدري وئيلي دي وفاقي حكومت په بلوچستان كښې پرمختيائي كارونو ته خاص پاملرنه كوي۔ صوبائی حکومت د بنیادی ډھانچې ښه والي ٬ تعليم ٬ روغتيا او مواصلات په څانګو كښې په بېلو منصوبو عملدرآمد تند كړے دے۔ د سېنېټ په غونډه كښې د جمعې په ورځ د سېنېټر جان ايم بليدي پوښتنه وكړه چې زما د پوښتنې په ځواب …

اسلام آباد۔13فروری(اے پي پي) د پارليماني چارو وفاقي وزير طارق فضل چوهدري وئيلي دي وفاقي حكومت په بلوچستان كښې پرمختيائي كارونو ته خاص پاملرنه كوي۔ صوبائی حکومت د بنیادی ډھانچې ښه والي ٬ تعليم ٬ روغتيا او مواصلات په څانګو كښې په بېلو منصوبو عملدرآمد تند كړے دے۔ د سېنېټ په غونډه كښې د جمعې په ورځ د سېنېټر جان ايم بليدي پوښتنه وكړه چې زما د پوښتنې په ځواب كښې چې د كومو سړكونو ذكر وكړے شو هغه له سي پېك څخه وړاندېني دي۔ ده ووئيل دغه سړكونه د مشرف د دور دي كوم چې وروستو سي پېك سره وتړلے شول۔ ځكه د دې بايد سپيناوے وكړے شي چې آيا د دغې فنډنګ هم د سي پېك څخه كيږي۔ په دې موقع طارق فضل چوهدري ووئيل دا وېنا سمه نه ده چې حکومت د بلوچستان پرمختيائي كارونو ته پام نه كوي۔ ده ووئيل په كراچۍ ستره لاره كار روان دے او دې منصوبې لپاره د 15 ورځو د ادائيګۍ فنډ هم بېل كړے شوے دے۔ سېنېټر دنیش کمار د اېم اېټ سړک په منصوبه سخت ټكونه كولو سره ووئيل د دې منصوبې شل كاله شوي خو دا سړك تر دې دمه بشپړ نه شو۔ ده ووئيل دا د حكومت لخوا بلوچستان سره زياتے دے۔ د دې په ځواب كښې طارق فضل چوهدري ووئيل د اېم اېټ چې كوم حقائق بيان كړې شوي سم نه دي۔ ده ادعا وكړه چې هر كال د پي اېس ډي پي لاندې پنجاب څخه زيات فنډز بلوچستان ته وركولې شي او په هره يوه مسئله د مظلوميت فرياد كول سم نه دے۔ سېنېټر منظور کاکړ ووئيل كه په اولسي مسئلو ايوان كښې خبره ونه كړې شي نو بيا چرته دې وكړې شي۔ دغسې ده ايوان څخه د احتجاج په توګه واك آؤټ وكړو

مزید خبریں