د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اسلام آباد ماډل زندان او نيشنل پوليس اكيډمي دوره ٬ د منصوبو زر تر زره بشپړولو هدايت

اسلام آباد۔13فروری(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اسلام آباد ماډل زندان او نېشنل پوليس اكېډمي كښې د جوړېدونكي هاسټل دوره وكړه او د تعميراتي كارونو جاج يۍ واغست۔ په دې موقع ده امر وكړو چې د منصوبو زر تر زره بشپړولو له كار په ډبل شفټ كښې وكړئ۔ د كورنيو چارو وزير ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول د اسلام آباد ماډل زندان منصوبه …

اسلام آباد۔13فروری(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اسلام آباد ماډل زندان او نېشنل پوليس اكېډمي كښې د جوړېدونكي هاسټل دوره وكړه او د تعميراتي كارونو جاج يۍ واغست۔ په دې موقع ده امر وكړو چې د منصوبو زر تر زره بشپړولو له كار په ډبل شفټ كښې وكړئ۔ د كورنيو چارو وزير ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول د اسلام آباد ماډل زندان منصوبه كومه چې كال 2011 څخه د ځنډ ښكار وه اوس تندۍ سره ترسره كيږي۔ په تېر يو كال كښې له غېر معمولي پېشرفت څخه وروستو د فېز ون 85 فیصد كار بشپړ شوے دے او كه پاك پروردګار ته منظور وي په دوو مياشتو كښې به زندان فنكشنل كړے شي۔ محسن نقوی د بېركس معائنې كولو سره په تعميراتي معيار د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل په اسلام آباد كښې عصري ماډل زندان جوړول ضروري دے۔ په بريفنګ كښې ووئيل شول په زندان كښې امنيت لپاره دوه حفاظتي دېوالونه جوړولې شي او عصري مانيټرنګ له به يو مركزي كنټرول روم هم فنكشنل كولې شي چرته څخه به چې د ټولو چارو ډيجيټل نګراني كيږي۔ وروستو د كورنيو چارو وزير په نېشنل پوليس اكېډمي كښې د جوړېدونكي هاسټل دوره هم وكړه او د انډر ټرېننګ اے اېس پیز (ASPs) لپاره د جوړ كړي ماډل روم معائنه يۍ وكړه۔ ده ووئيل عصري انفراسټرکچر سره به د پوليس تربيې معيار پورته شي او افسرانو ته به د استوګنې په زړه پورې آسانۍ وركړې شي۔ د دورې په موقع چیف کمشنر علی رندھاوا، آئی جی اسلام آباد علی ناصر رضوی او ډی جی اېف آئی اے ډاکټر عثمان انور هم موجود و۔

مزید خبریں