بلوچستان د وفاقي حکومت په وړومبۍ پام لرنه كښې شامل دے٬ صوبې ته د پي اېس ډي پي له مخئ د آبادۍ په تناسب سره زيات پرمختيائي فنډز وركړے كېږي۔ ډاکټر طارق فضل چوهدري

اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) د پارلماني چارو وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي بلوچستان د وفاقي حکومت په وړومبۍ پام لرنه كښې شامل دے٬ صوبې ته د پي اېس ډي پي له مخئ د آبادۍ به تناسب سره زيات پرمختيائي فنډز وركړے كېږي۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د سينيټر جان محمد د پوښتنې په ځواب كښې د اېم -8 موټروے د پېشرفت …

اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) د پارلماني چارو وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي بلوچستان د وفاقي حکومت په وړومبۍ پام لرنه كښې شامل دے٬ صوبې ته د پي اېس ډي پي له مخئ د آبادۍ به تناسب سره زيات پرمختيائي فنډز وركړے كېږي۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د سينيټر جان محمد د پوښتنې په ځواب كښې د اېم -8 موټروے د پېشرفت نه خبرولو كښې وفاقي وزير ووئيل نزدې 890 کلوميټر اوږده ستره لاره د سي پېك لوديز روټ برخه ده، چې مقصد ېې په بلوچستان كښې رابطې ښه كول او معاشي هلو ځلو ته وده وركول دي۔ ده ووئيل د موټروے يو شمېر برخه بشپړېدو سره اپرېشنل شوې ده او نورې برخې جوړېدونكې دي۔ د پرمختيائي پام لرنې پخلي كولو سره ډاکټر طارق فضل چوهدري ووئيل كه د آبادۍ په تناسب سره د پرمختيائي خرڅونو جاج واخستلے شي نو بلوچستان ته د پنجاب په مقابل كښې په پي اېس ډي پي كښې زيات فنډ ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل حکومت په صوبه كښې د انفراسټرکچر، رابطه کارۍ او د معاشي موقعو ښه كولو عزم لري۔

مزید خبریں