مضبوط قيادت او ملي وحدت سره د پاكستان عزت زيات شوے دے۔ انجينئر امير مقام

پېښور 13 فروري (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او د سيفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي مضبوط قيادت او ملي وحدت سره د پاكستان عزت زيات شوے دے٬ د ځوانانو په خاص توګه طالبات ته د تعليم، ټيکنالوجۍ او د بهتر سهولتونو رسول وړومبۍ ترجيح ده۔ د جمعې په ورځ په پېښور كښې په شهيد بينظير بھټو ويمن يونيورسټۍ كښې د وزيراعظم ليپ ټاپ سکيم له …

پېښور 13 فروري (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او د سيفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي مضبوط قيادت او ملي وحدت سره د پاكستان عزت زيات شوے دے٬ د ځوانانو په خاص توګه طالبات ته د تعليم، ټيکنالوجۍ او د بهتر سهولتونو رسول وړومبۍ ترجيح ده۔ د جمعې په ورځ په پېښور كښې په شهيد بينظير بھټو ويمن يونيورسټۍ كښې د وزيراعظم ليپ ټاپ سکيم له مخې زده كوٶنكو انجونو ته د لېپ ټاپس وركولو دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه د ګډون په مهال وفاقي وزير د زده كوٶنكو انجونو ټيلنټ، محنت او عزم ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل كه زمونږ لوڼو خوېندو ته په وخت موقعې وركړې شي نو دوي په هر مېدان كښې د قام او هېواد نوم روښانه كولئ شي۔ وفاقي وزير ووئيل د دې پوهنتون نامه د بېنظير بھټو په نامه منسوب كول د مېرمنو قيادت، جمهوري هلو ځلو او د قامي خدمات ځالانده مثال دے۔ ده په زده كوٶنكو زور راوړو چې ھغوي تعليم سره سره د انسانيت خدمت او د پاكستانيت جذبه هم د خپل ژوند برخه وګرځوي۔ د وزيراعظم ليپ ټاپ سکيم په سپېځلتيا رڼا اچولو سره ده ووئيل دا پروګرام په بشپړه توګه په مېرټ اډانه دے او په دې كښې د كوم سفارش ګنجائش نشته۔ وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئېل تعليمي سهولتونو ، ليپ ټاپس او سکالرشپس په څېر څانګو كښې مقابله پكار ده دغسې چې ځوانانو ته زياتې موقعې ترلاسه شي۔ د قامي سلامتيا او د قيادت ذكر كولو سره ده ووئيل په سختو حالاتو كښې د فيلډ مارشل عاصم منير وظيفائي قيادت او د وزيراعظم شهباز شريف په وخت پرېكړو په هېواد كښې د اعتماد فضا قوي كړې ده ۔ ده ووئيل مضبوط قيادت او ملي وحدت سره د پاكستان عزت زيات شوے ۔ ده د پوهنتون د پرمختيائي ضرورتونو حواله وركولو سره اعلان وكړو چې زده كوٶنكو انجونو لپاره مجوزه هاسټل او د نورو منصوبو بشپړتيا لپاره به 60 كروړه روپۍ ګرانټ وركولې شي۔ ده ووئيل د حكومت وړومبۍ ترجيح ځوانان٬ په خاص توګه طالبات ته د تعليم، ټيکنالوجۍ او بهتر سهولتونه وركول دي دغسې چې ھغوي په سباٶن كښې ډاکټر، انجينئر، سائنسمدارې، پائلټ، استاذانې او د لارښودې جوړېدو سره د پاكستان خدمت وكړي۔ د دستورې په پائې كښې وفاقي وزير زده كوٶنكو انجونو ته لېپ ټاپس وركړل، دوي له ئې مباركي وركړه او د محنت٬ مېرټ او ملي خدمت د اصولو خپلولو يې تلقين وكړو۔ د دې نه وړاندې شهيد بېنظير بھټو ويمن يونيورسټۍ ته په راتګ د وفاقي وزير انجينئر امير مقام تود هركلے وكړے شو ٬ په دې موقع د پوهنتون وائس چانسلر، د فيکلټۍ غړو او انتظامي افسرانو د وفاقي وزير هركلې كولو سره دوي ته د ګلونو ډالۍ وړاندې كړه۔ په دې موقع د پوهنتون وائس چانسلر وفاقي وزير ته د پوهتنون په بېلو څانګو٬ تدريسي او تحقيقي هلو ځلو او د زده كوٶنكو د تعليمي كاميابو او جاري پرمختيائي منصوبو په اړه بريفنګ هم وركړو او وفاقي وزير يې پوهنتون ته د پیښو چېلنجز او د سباون د منصوبو نه هم خبر كړو۔ په دې موقع د پاكستان مسلم ليګ (ن) پېښور صدر راشد محمود خان، ايم اين اے ثمر هارون بلور، افشا حسين او نور هم موجود وو۔

مزید خبریں