د وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري په مشرۍ كښې پورټ قاسم كښې د “سي ټو سټيل” منصوبې د جاج اغستو غونډه

اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدري په پورټ قاسم كښې د "سي ټو سټيل" منصوبې تندولو لپاره د لوړې كچې د جاج اغستو غونډې مشري كړې چې پكښې د صنعتي خودکفالت او د سټيل ځائي پېداوار ته په ودې وركولو زور راوړلے شو۔ د جاري بيان له مخې په غونډه كښې په انټيګريټډ ميري ټائم انډسټريل کمپليکس (آئي اېم آئي سي) …

اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدري په پورټ قاسم كښې د “سي ټو سټيل” منصوبې تندولو لپاره د لوړې كچې د جاج اغستو غونډې مشري كړې چې پكښې د صنعتي خودکفالت او د سټيل ځائي پېداوار ته په ودې وركولو زور راوړلے شو۔ د جاري بيان له مخې په غونډه كښې په انټيګريټډ ميري ټائم انډسټريل کمپليکس (آئي اېم آئي سي) تفصيلي غور وشو كوم چې د بندرځاے د انفراسټرکچر اپ ګريډيشن، د بېړۍ جوړولو او ري سائيکلنګ سهولتونه جوړولو او د كوټلې سټيل مل په بحالۍ مشتمل يو فليګ شپ منصوبه ده د كومې مقصد چې سمندري وسائل صنعتي پرمختګ سره تړلو سره قامي معيشت مضبوطول دي۔ په غونډه كښې د چين د شينډونګ زنشو ګروپ استازو او د سمندري چارو وزارت اعليٰ چارواكو ګدون او د پورټ قاسم چيئرمېن ريئر ايډمرل (ر) سيد معظم الياس كراچۍ څخه د وېډيو د لارې ګډون وكړو۔

مزید خبریں