د نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه٬ د مېرمنو په اړه د او آئي سي د نهم وزارتي كنفرنس لپاره د چمتوالي نيولو جاج واغستلے شو

اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په 2026 كښې د پاكستان په كوربتوب كښې د مېرمنو په اړه د كېدونكې او آئي سي د نهم وزارتي كنفرنس د چمتوالي نيولو په اړه د جمعې په ورځ د جاج اغستو غونډې مشري وكړه ۔ د خارجه دفتر له مخې په غونډه كښې تر اوسه د شوي پېشرفت جاج واخستلے شو او …

اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په 2026 كښې د پاكستان په كوربتوب كښې د مېرمنو په اړه د كېدونكې او آئي سي د نهم وزارتي كنفرنس د چمتوالي نيولو په اړه د جمعې په ورځ د جاج اغستو غونډې مشري وكړه ۔ د خارجه دفتر له مخې په غونډه كښې تر اوسه د شوي پېشرفت جاج واخستلے شو او د کنفرنس كاميابۍ باوري كولو لپاره په وخت د رابطه كارۍ په اهميت زور راوړو۔ نائب وزيرِاعظم ټولو اړوندو وزارتونو او شراكتدارو ته امر وكړو چې ھغوي د او آئي سي سيکرټريټ سره د نزدې مرستې د لارې انتظامي چارو او د کنفرنس موضوعاتي ترجيحات ته حتمي شكل وركړي۔ په غونډه كښې وفاقي وزير اعظم نذير تارړ٬ د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، خارجه سيکرټري آمنه بلوچ، د کابينې او د انساني حقونو ډويژنز سيکرټريز، د خزانې وزارت، د داخله او نورو اړوند وزارتونو اعليٰ چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں