اسلام آباد۔13 فروری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي حكومت د ډیجیټل پاکستان وژن لاندې ميډيا او د آئي ټي څانګو كښې جدت ته وده وركوي٬ ټول دې په ګډه لوظ وكړي چې د راديو په شمول ټوله پاكستانۍ ميډيا به عصري غوښتنو سره هم آهنګ كولو سره دا د ريښتيا ٬ ذمه وارۍ او قامي يووالي سرچينه جوړوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په د وزيراعظم …
حكومت د ډیجیټل پاکستان وژن لاندې ميډيا او آئي ټي څانګو كښې جدت ته وده وركوي: د وزیراعظم شهباز شریف د راډيو نړيوالې ورځ په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔13 فروری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي حكومت د ډیجیټل پاکستان وژن لاندې ميډيا او د آئي ټي څانګو كښې جدت ته وده وركوي٬ ټول دې په ګډه لوظ وكړي چې د راديو په شمول ټوله پاكستانۍ ميډيا به عصري غوښتنو سره هم آهنګ كولو سره دا د ريښتيا ٬ ذمه وارۍ او قامي يووالي سرچينه جوړوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ تر مخه د راديو نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل نن مونږ نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه د ردايو نړيواله ورځ لمانځو٬ د پاكستان له جوړېدو وروستو راديو د پاكستان د ابلاغ يوه داسې قوي سرچينه پاتې شوه كومې چې قام يو موټے وساتلو ٬ شعور يۍ بېدار كړو او معلومات يۍ ورسول۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د راديو تاريخ يو شمېر حوالو سره زيات روښانه دے په كومو كښې چې تر ټولو مهم د دې ادارې د هېواد كركيلې پرمختګ ٬ ماحولياتي شعور ٬ كلتوري ودې او د اولس پوهاوي كښې بنيادي كردار ترسره كول دي۔ ده ووئيل نن كله چې نړۍ تندۍ سره په ډيجيټل دور كښې داخلېږي راديو هم عصري غوښتنو سره هم آهنګ كيږي۔ سږ كال د راديو نړيوالې ورځ مركزي سرخط “راديو او مصنوعي ذهانت” دے كوم چې د دې خبرې عكاسي كوي چې د ټېکنالوجۍ او بشري تخليقي صلاحيت امتزاج سره د ابلاغ نظام لا فعاله او بشپړ كېدے شي۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان هم د دې عصري ټېكنالوجۍ خپلولو له عملي ګامونه پورته كوي دغسې چې ځوان كول په عصري مهارتونو سنګار كړے شي او د ميډيا څانګه نړيوال معيار سره هم آهنګ كړې شي۔ په دې موقع مونږ د خپل عزم پخلے كوو چې راديو پاكستان به عصري ټېكنالوجۍ او په خاص توګه مصنوعي ذهانت سره مربوط كولو سره دا د اولسي خذمت ٬ روغتيا او قامي پرمختګ مؤثره سرچينه جوړه كړو۔ وزيراعظم ووئيل حكومت د ډيجيټل پاكستان وژن لاندې ميډيا او د آئي ټي څانګو ته جدت وركوي دغسې چې پاكستان د علم او ټېكنالوجۍ په څانګو كښې په زړه پورې مقام ترلاسه كړے شي۔ ده ووئېل راځۍ چې مونږ ټول دا لوظ وكړو چې د راديو په شمول ټوله پاكستانۍ ميډيا به عصري غوښتنو سره هم آهنګ كوو او دا به د ريښتيا ٬ ذمه وارۍ او قامي يووالي سرچينه جوړوو۔









