پاكستان د بنګله ديش نوي حكومت سره تجارتي ٬ دفاعي ٬ كلتوري تبادلو او نړيوالو فورمونو كښې همكاري مضبوطولو ته سترګې په لار دے: د صدر آصف علي زرداري د بي اين بي لارښود طارق رحمن ته ټاكنو كښې په بريا مباركي

اسلام آباد۔13فروری(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د بنګله دېش نېشنلِسټ پارټۍ (بی اېن پی) او او ددې لارښود طارق رحمان له په قومي ټولټاكنو كښې په زړه پوري اكثريت او د راروان حكومت جوړولو مېنډېټ په ترلاسه كېدو مباركي وركړې ده۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت په 299 نشستونو د ټولټاكنو كاميابۍ سره په كېدو او 127 ملین څخه …

اسلام آباد۔13فروری(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د بنګله دېش نېشنلِسټ پارټۍ (بی اېن پی) او او ددې لارښود طارق رحمان له په قومي ټولټاكنو كښې په زړه پوري اكثريت او د راروان حكومت جوړولو مېنډېټ په ترلاسه كېدو مباركي وركړې ده۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت په 299 نشستونو د ټولټاكنو كاميابۍ سره په كېدو او 127 ملین څخه د زيات رجسټرډ ووټرانو په شموليت د بنګله دېش اولس له هم مباركي وركړه۔ صدر مملکت د بنګله دېش د خپلواكۍ او جمهوري هيلو ملاتړ تكرارولو سره ووئيل پاكستان د بنګله ديش نوي حكومت سره تجارتي ٬ دفاعي ٬ كلتوري تبادلو او نړيوالو فورمونو كښې همكاري مضبوطولو ته سترګې په لار دے۔ صدر آصف علی زرداری ووئيل چې د بنګله دېش ټولټاكنې سوئيلي آسيا لپاره د تېر وختونو پړاؤنو څخه د وړاندې وتلو يو موقع ده۔ د تېر وخت په دغه پړاؤنو كښې د سارك پشمول سيمه ايزه همكاري هم شامله ده كوم چې په كال 1985 كښې بنګله دېش عملي كړے و۔ د دغې باوجود په دغه تنظيم د هند اثر پاتے شو كوم چې نن هم دغه عظيم فورم مفلوج كړے دے۔ ده هيله ښكاره كړه چې د ډھاكه نوي سياسي چاپېريال به په منطقه كښې زيات متوازنو ٬ آزادو او په دوه اړخيزه احترام اډانه رابطو ته لا وده وركړي۔ صدر مملكت د بنګله دېش استحكام ٬ پرمختګ او سوكالۍ له د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔

مزید خبریں