د يوې پيړۍ نه تر زياتې مودې ریډیو اولسي مکالمې او سماجی ژوند ته شکل وركونكے راروان دے ، د صدر آصف علي زرداري د ریدیو نړيوالې ورځ په موقع پیغام

اسلام آباد۔13 فروري(اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د ریډیو نړيوالې ورځ په موقع پاکستان او ګرده نړۍ كښې د ریډیو سره د تړون لرونكو پیشه وره كسانو ، براډ کاسټرز ، اورېدونكو او د آډیو کمیونیکیشن په مهم کار كښې کردار ادا کوونكو ټولو كسانو لپاره د نیکو هيلو څرګندونې سره وئېلي دي دا ورځ خلقو ته د معلومات ورسولو، تعلیم وركولو او مختلف كلتورونو او سيمو …

اسلام آباد۔13 فروري(اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د ریډیو نړيوالې ورځ په موقع پاکستان او ګرده نړۍ كښې د ریډیو سره د تړون لرونكو پیشه وره كسانو ، براډ کاسټرز ، اورېدونكو او د آډیو کمیونیکیشن په مهم کار كښې کردار ادا کوونكو ټولو كسانو لپاره د نیکو هيلو څرګندونې سره وئېلي دي دا ورځ خلقو ته د معلومات ورسولو، تعلیم وركولو او مختلف كلتورونو او سيمو تر مينځه د رابطې جوړولو كښې د ریډیو ځانګرے کردار رامخې ته كوي ۔ د ریډیو نړيوالې ورځ په موقع خپل پیغام كښې صدر مملکت آصف علي زرداري ووئېل د يوې پیړۍ نه تر زياتې مودې ریدیو اولسي مکالمې او سماجي ژوند ته شکل وركونكے راروان دے ،دا نن هم يوه داسې مهمه ذریعه ده كومه چې د پام لرنې غوښتو نه غیر تعلیم او تفریح وركوي او خلق د امروزه کارونو په مهال خبر ساتي ۔ د زيارت په ورځ د ایوان صدر پریس ونګ نه جاري بیان كښې صدر مملکت ووئېل سږ كال د ریدیو نړيوالې ورځ موضوع د ریډیو او مصنوعي زيركتيا تر مينځه تعلق ته مرکوز ده، په دې كښې دا خبره تسلیم کړې شوې ده چې نوې ټیکنالوجیز كه په اخلاقي او ذمه وار انداز استعمال شي نو د براډ کاسټرز معاونت کېدے شي او د پیشه ورہ رائے او د تخلیقي صلاحیت احترام هم برقرار پاتي كېږي۔ ده ووئېل په ډیجیټل دور كښې مصنوعي زيركتيا د رسائۍ ښه كولو ، د اورېدونكو سره د رابطې مضبوطولو او د اولسي خدمت معلومات په موثر ډول د رسولو ماقعې وركوي ۔ تیاري، نشریات، د اورېدونكو جائزه ، فیډ بیک او تحقیق كښې د دې محتاط استعمال څخه ریډیو ته لا تقویت تر لاسه كېدے شي خو انساني غږ او اداراتي دیانت داري د ریډیو بنیادي طاقت دے ۔صدر آصف علي زرداري ووئېل پاکستان كښې د پاکستان جوړېدو سره ریډیو زموڼږ د قامي سفر لازمي برخه پاتي دے ۔ ریډیو پاکستان مستند معلومات رسولو ، كلتوري ورثې ته ودې او زموڼږ د مختلف ژبو او نقطه نظر ته غږ وركولو كښې تاریخي کردار ادا کړے دے ۔ د قدرتي آفات نه واخله تر تندو بدلونونو ادوار پورې ، ریډیو په مشکل وخت كښې وضاحت او اطمینان وركړے دے او په ټولنه كښې يې مکالمه قائم وساتله۔ نن ریډیو پاکستان په 26 ژبو كښې نشریات وړاندې كوي كومه چې د كومې هم ذریعې په مقابل كښې ځانګرې رسنه ده ۔ صدر مملکت ووئېل د لاکھونو پاکستانیانو لپاره ریډیو نن هم د امروز ژوند برخه ده ۔ دا په پټو كښې د کسانانو سره، په اوږدو سړکونو د ډرائیورانو سره او د هغوي په كورونو كښې د كورنيو سره وي چرته چې د بجلۍ یا انټرنیټ سهولت غیر یقیني كېدے شي ۔ په بيړني حالات كښې دا په وخت رهنمائي وركوي او په سکون لرونكو وختونو كښې تعلیم، كلتور او د شريك ربط حساس وركوي ۔ آن لائن سټریمنګ، سوشل میډیا او ډیجیٹل براډ کاسټنګ غوندې جدتونو په خپلولو ریډیو خپله رسائي زياته كړې ده او ریډیو د تازه والي او د قربت هغه احساس برقرار ساتلے دے كوم چې دا خاص ګرځوي ۔صدر مملکت ووئېل ریډیو د باور او د ټولو د شمولیت مهمه ذریعه ده ۔ دا هغه خلقو ته هم رسي چرته چې د نورې ټیکنالوجیز رسانه ممکن نه ده ، د ټول هېواد غږونه رامخې ته كوي او سماجي همغږي مضبوطوي ۔صدر مملکت آصف علي زرداري ووئېل په دې نړيواله ورځ راځې چې د ریډیو سره د تړون لرونكو پیشه وره كسانو د محنت ستائنه وكړو او د ابلاغ زريعو د دې لازواله ذریعې د مرستې د عزم تجدید وكړو ۔

مزید خبریں