پاکستان د افغان طالب چارواكو نه د ترهګرو تنظيمونو په ضد د كوټلې كارروائۍ د مطالبې پخلے وكړو

اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) پاکستان د افغان طالب چارواكو څخه د هغوي پخپله خاوره د هڅو كوونكو ترهګرو تنظيمينو په ضد د كوټلو كارروائيو د غوښتنې پخلي كولو سره وئيلي دي نه خو مونږ د سفارتكارۍ دروازې بندوٶ او نه د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه د جنګ دروازه بېرته كوٶ۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل …

اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) پاکستان د افغان طالب چارواكو څخه د هغوي پخپله خاوره د هڅو كوونكو ترهګرو تنظيمينو په ضد د كوټلو كارروائيو د غوښتنې پخلي كولو سره وئيلي دي نه خو مونږ د سفارتكارۍ دروازې بندوٶ او نه د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه د جنګ دروازه بېرته كوٶ۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل په جنګونو كښې هم سفارتكاري روانه وي ٬ دې لپاره مونږ د سفارتكارۍ دروازه نه بندوٶ٬ مونږ د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه د جنګ دروازنه بېرته كول نه غواړو، مونږ خپل افغانانو ورورڼو خوېندو لپاره د امن او خوشحالۍ خواهش لرو۔ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اولسي رپورټ حواله وركولو سره وياند ووئيل دا دستاوېز د ټي ټي پي او افغانستان په حواله د پاكستان د موقف بشپړ تائيد كوي ځكه چې په رپورت كښې واضحه كړې شوې چې عبوري افغان حكومت ترهګرو تنظيمونو ته سازګار ماحول وركوي۔ ده ووئيل په رپورټ كښې القاعده په افغانستان كښې د نورو وسله والو هلو ځلو لپاره د يو ملټي پلائر او د سهولت په توګه بيان ښودلے شوے او په دې كښې دا هم په ګوته كړې شوې چې ټي ټي پي ته زياته عملي آزادي او معاونت ترلاسه دے چې په نتيجه كښې د پاكستان دننه بريدونه كېږي ۔ وياند له مخې دا رپورټ د پاكستان د ھغه موقف توثيق كوي چې د ټي ټي پي بيا هلې ځلې د كال 2021 نه پس د عبوري حكومت په اقتدار كښې د راتللو سره تړلې دي٬ دا يو مهم راپور دے چې پرې مونږ د ملګرو ملتونو اړوند سيکرټريټ، ادارو او نړيوالې ورورولۍ په خاص توګه د سلامتي كونسل غړو او نورو اړوند ډلو سره فالو اپ كوٶ۔

مزید خبریں