سوات ٬ د افغان كډوالو په عزت سره او پخپله خوښه خپل وطن ته د ستنيدو عمل روان دے

پېښور ۔ 11 فروری (اے پی پی) د سوات ضلعي انتظاميې د افغان كډوالو خپل هېواد ته په عزت سره ٬ پخپله خوښه او په منظم ډول د ستنېدو عمل باوري كوي۔ دسوات ډپټي كمشنر دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې لړ كښې نن د شورو په ورځ د سوات د بابوزئي تحصيل قمبر سيمې څخه د 6 افغان كورنيو 33 كسان روان كړے شول۔ د …

پېښور ۔ 11 فروری (اے پی پی) د سوات ضلعي انتظاميې د افغان كډوالو خپل هېواد ته په عزت سره ٬ پخپله خوښه او په منظم ډول د ستنېدو عمل باوري كوي۔ دسوات ډپټي كمشنر دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې لړ كښې نن د شورو په ورځ د سوات د بابوزئي تحصيل قمبر سيمې څخه د 6 افغان كورنيو 33 كسان روان كړے شول۔ د ضلعي انتظاميې لخوا د ستنېدو عمل آسان جوړولو له د ټرانسپورټ په شمول ټولې ضرروي آسانۍ په وخت باوري كړې شوې۔ په دې موقع د سوات ضلعي انتظاميې لخوا ريليف اسسټنټ حبيب صاحب هم په موقع موجود و او د انتظامات جاج يۍ واغست۔ د ستنېدو عمل په مهال امن وامان ٬ بشري وقار او د آسانيو باوري كولو ته خصوصي پاملرنه وكړې شوه۔ د سوات ضلعي انتظاميه د دې عزم څرګندونه كوي چې د افغان كډوالو د بېرته تللو دا عمل به په راتلونكي كښې هم د حكومتي پالېسۍ له مخې او د قانون په دائره كښې د احترام او بشپړه نګرانۍ سره روان ساتلې شي