اسلام آباد۔10فروري (اے پي پي) سینیټر افنان اللہ خان په اسلام آباد كښې په شوي ځان مرګې چاودنه د زيات درد او افسوس څرګندونې سره وئېلي دي دې پیښه ټول قام د خشم او سره مخ كړے دے ۔ د نهې په ورځ سېنېټ كښې پخپله وېنا كښې ده ووئېل په داسې پیښو نه يوازې د قیمتي ځانونو زيان كېږي بلکې په نړيواله كچه د هېواد پېژندګلي هم متاثره كېږي …
د اسلام آباد ځان مرګې چاودنې غوندې پیښې د پاکستان کمزوري کولو سازش دے، سینیټر افنان اللہ خان

مزید خبریں
اسلام آباد۔10فروري (اے پي پي) سینیټر افنان اللہ خان په اسلام آباد كښې په شوي ځان مرګې چاودنه د زيات درد او افسوس څرګندونې سره وئېلي دي دې پیښه ټول قام د خشم او سره مخ كړے دے ۔ د نهې په ورځ سېنېټ كښې پخپله وېنا كښې ده ووئېل په داسې پیښو نه يوازې د قیمتي ځانونو زيان كېږي بلکې په نړيواله كچه د هېواد پېژندګلي هم متاثره كېږي ۔ده ووئېل دا د پاکستان کمزوري كولو يو سازش دے د كومې تر مخه چې فرقه واریت او لسانیت ته د هوا وركولو هڅه كېږي ۔ ده په سیاسي قیادت او د پارلیمان په غړو زور راوړو چې هغه ذمه وار طرز عمل خپل كړي او د داسې خبرو نه ډډه وګړي كومې چې نفرت او تقسیم زياتوي ۔ سینیټر افنان اللہ خان ووئېل په ماضي كښې مربوط تګلارې او آپریشنز د لارې ترهه ګري تر ډېره حده کنټرول کړې شوې وه خو وروستو د ځيني پالیسي پرېكړو له امله حالات بيا خراب شول۔ ده ووئېل په دې اړه د پخواني حکومت ځيني اقدامات په ریکارډ موجود دي او د هغې پالیسیو اثراتنن هم رامخې ته كېږي۔










