وفاقي وزير حنيف عباسي د بلوچستان وزيراعلٰی  سره ملاقات٬په صوبه كښې د وړومبي ميټرو ټرين سروس پېل پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

  كوئټه 29 ستمبر(اے پي پي)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي سره چيف منسټر سيكرترېټ كوئټه كښې ملاقات وكړو ۔د ملاقات په مهال په صوبه كښې د وړومبي ميټرو ټرين سروس پېل پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بكټي او د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي بلوچستان كښې د وړومبې ميټرو ټرين سروس په …

 

كوئټه 29 ستمبر(اے پي پي)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي سره چيف منسټر سيكرترېټ كوئټه كښې ملاقات وكړو ۔د ملاقات په مهال په صوبه كښې د وړومبي ميټرو ټرين سروس پېل پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بكټي او د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي بلوچستان كښې د وړومبې ميټرو ټرين سروس په پېل د خوشحالۍ څرګندونه وكړه ۔وفاقي وزير د ميټرو ټرين سروس په پېل د بلوچستان وزيراعلٰی ته مباركي وركړه او وې وئېل  بلوچستان د ميټرو ټرين سروس پېل په اړه د هېواد نورو صوبو څخه وړاندې تللے دے۔وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي  د ميټرو ټرين سروس په پېل كښې په مرسته د ريلويز وزارت مننې كولو سره ووئيل جناح ميټرو ټرينس سروس په بلوچستان كښې د جديد او د باور وړ سفري آسانيو  د نوي دور پیل دے۔د بلوچستان وزيراعلٰی ووئيل لوي څښتن شكر دے جې بلوچستان كښې د اولسي سفري آسانيو ودې مهمه پروژه بشپړه شوه ۔جناح ميټرو ټرين سروس څخه وګړو به ته جديد٬محفوظ او د باور وړ آسانۍ ترلاسه شي۔

مزید خبریں