اسلام آباد 29 ستمبر(اے پي پي)د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د كفايت شعارۍ او بچت اضافي اقدامات څارنې او عملدرآمد لپاره د جوړې كړې كمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې د كفايت شعارۍ او وسائلو تحفظ په اقدامات د پېشرفت جاج واخستلے شو۔د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د مالياتي نظم …
د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د كفايت شعارۍ او بچت اضافي اقدامات څارنې او عملدرآمد لپاره د جوړې كمېټۍ غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 29 ستمبر(اے پي پي)د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د كفايت شعارۍ او بچت اضافي اقدامات څارنې او عملدرآمد لپاره د جوړې كړې كمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې د كفايت شعارۍ او وسائلو تحفظ په اقدامات د پېشرفت جاج واخستلے شو۔د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د مالياتي نظم و ضبط په ځائے ساتلو او د سركاري وسائلو محتاط او دانشمنده استعمال باوري كولو په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔نائب وزيراعظم ټول اړوند وزارتونو او ډويژنونو ته هدايت وكړو چې پهخ تېرو غونډو كښې په شوو پريكړو بشپړ او موثر عملدرآمد باوري كړي۔په غونډه كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيرې٬د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك٬د خارجه چارو خاص مرستيال٬كابينې سېكرټري او داخله وزارت٬خزانې وزارت٬خارجه وزارت٬تجارت وزارت٬قانون او انصاف وزارت او موسمياتي بدلون وزارت چارواكو ګډون وكړو۔









