اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي افغان عبوري حكومت له به عسكريت خوښي سوچ څخه يو خوا د ذمه وار رياست طرزِ فكر خپلول وي، پاكستان په امن، خبرو او په ګډ سوله ايز سباٶن باور لري خو د پاكستان د امن خوښي دې كمزوري ونه ګڼلې شي، د امن له مينځه وړولو د هر هڅې ځواب …
افغان عبوري حكومت له به عسكريت خوښي سوچ څخه يو خوا د ذمه وار رياست فكر خپلول وي٬ د امن له مينځه وړولو د هر هڅې به ځواب وركولې شي۔ عطاء الله تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي افغان عبوري حكومت له به عسكريت خوښي سوچ څخه يو خوا د ذمه وار رياست طرزِ فكر خپلول وي، پاكستان په امن، خبرو او په ګډ سوله ايز سباٶن باور لري خو د پاكستان د امن خوښي دې كمزوري ونه ګڼلې شي، د امن له مينځه وړولو د هر هڅې ځواب وركړے شوے او وركولې به شي، افغانان د ښه او سوكاله سباون مستحق دي هغوي ته د خپل سباون په اړه د پرېكړې كولو اختيار ترلاسه كېدل پكار دے۔ د نهې په ورځ د “افغان صورتحال او امن پلو د پيشرفت” په موضوع دستورې ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل دواړه ګاٶنډي هېوادونه دي او تل به ګاٶنډيان وي، د دواړو هېوادونو ترمېنځه تاريخي روابط او اړيكې موجود دي خو په ماضي كښې په اړيكو كښې لاندے باندے راغلے ٶ۔ ده ووئيل پاكستان د تېرو څو لسيزو په مهال د 40 لكه نه د زياتو افغانانو كډوالو كوربتوب ډېر په اخلاص سره كړے۔ ده ووئيل پاكستان څخه د لوړې كچې بېل پلاوي افغانستان ته تللي دغسې چې د مسئلو حل ولټولې شي ٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه ګډ سوله ايز سباٶن باوري كړے شي او د استنبول او د دوحه پشمول په دوست هېوادونو كښې هم خبرې شوي دي ۔ ده ووئيل امن ترلاسه كېدے شي او پاكستان امن ته موقع وركولو لپاره هر ممكنه هڅه كړې خو پوښتنه دا ده چې آيا د امن ترلاسه كولو عزم موجود دے؟ د بده مرغه د دې ځواب نه دے۔ وفاقي وزير ووئيل په افغانستان كښې موجوده مسئلو كښې يو سبب عسكريت پسنده سوچ دے، عېوري حكومت له به عسكريت خوښي سوچ څخه يو خوا د ذمه وار رياست فكر خپلول وي۔ ده ووئيل په افغانستان كښې د تجارت د ودې پراخه امكانات موجود دي٬ كه امن راشي نو د مېنځنۍ آسياء څخه د افغانستان د لارې تر پاكستان تجارتي راهداري به جوړه شي او د دواړو هېوادونو اولسونه سوكاله كېدې شي۔ ده ووئېل د مېنځنۍ آسيا٬ ډرائي سټېټ لپاره تر ګرمو اوبو د رسنې نزدې لاره د پاكستان ده۔ وفاقي وزير ووئيل په دې تجارتي لارو كښې بنيادي خنډ عسكريت پسندي ده٬ افغانستان كښې د ترهګرو او په نړيواله كچه د كالعدم ګرځولې شوو نتظيمونو د غړو خوندي ژالې موجود دي۔ عطاء الله تارړ ووئيل پاكستان د خبرو اترو د لارې په افغان حكومت واضحه كړې ده چې دوي له به د هغې سوچ نه بهر وتل وي او د عمل وړ او د تل پاتي نظام د لارې به امن قائمول وي۔ ده ووئيل افغانستان د ځوانانو د ودانۍ لرونكے هېواد دے خو د مېرمنو لويه شمېره د افرادي قوت برخه جوړېدو نه محرومه ساتلې شوې ده چې ورسره د هېواد معاشي پرمختګ ِځپلے كېږي، د ټولنې ځِېنې طبقې د بنيادي حقونو نه محرومه ساتلې كېږي۔ ده ووئيل ګډ سوله ايز سباٶن لپاره به د “جيو اور جينے دو” اصول به تسليمول وي۔ ده ووئيل د پاكستان لخوا مسلسل د خبرو اترو خبرو اترو سلسله روانه ده ٬ مونږ خپل موقف واضحه كړے چې د خوشحالي لارې د امن ده كه دا تصور د خپل حقيقي روح سره وپېژندلے شي نو د افغان اولس او عبوري حكومت ترمېنځه فاصله هم لرې كېدې شي۔ وفاقي وزير ووئيل هر افغان وګړے امن، استحكام، معاشي خوشحالۍ او د ښه معياري ژوند خوښي لري ٬ د افغان اولس او عبوري حكومت په نظريه كښې لويه فاصله موجود ده چې په سبب ېې افغانان غربت او محرومۍ سره مخ دي۔ ده ووئيل په افغانستان كښې يو خوا ترهګري او د ترهګرو د پټنځايونه مسئله موجود ده او بلخوا افغانان د بنيادي حقونو څخه محرومه ساتلے كېږي، د افغان حكومت او اولس ترمېنځه د دې خليج له امله په افغانستان كښې مسئلې زياتېږي او خلق بدلون لپاره غږ پورته كوي۔ عطاء الله تارړ ووئيل افغانانو ته تعليم، اجتماع، انجمن سازي، ګډ سوله ايز سباٶن او د معاشي آزادۍ پشمول خپل بنيادي حقونه ترلاسه كېدل پكار دي٬ ده ووئيل د افغانستان په څېر د پراخه امكانات هېواد كښې يوازې د عسكريت خوښي سوچ له امله د اولس د حقونو او اقتصادي خوشحالۍ څخه سرغړونه نشي كېدې۔ عبوري حكومت له به د دغې سوچ نه يو خوا د خپل اولس بهترۍ لپاره كار كول وي چې ورسره به په ټوله منطقه كښې استحكام راشي ۔ د اطلاعات وزير عطاء الله تارړ واضحه كړه چې پاكستان په امن، خبرو او په ګډ سوله ايز سباٶن باور لري خو د پاكستان د امن خوښي دې كمزوري ونه ګڼلې شي، د امن له مينځه وړلو د هر هڅې ځواب وركړے شوے او وركولې به شي، افغانان د بهتر او سوكاله سباون مستحق دي ٬ هغوي ته د خپل سباون په اړه د پرېكړې كولو اختيار ترلاسه كېدل پكار دے۔ وفاقي وزير د انټرنيشنل پارليمنټرينز كانګريس او د سينيټر ستاره اياز لخوا په دستوره كښې د ګډون په بلنه د دوي مننې كولو سره دا هيله څرګنده كړه چې د دا ډول فورمز د لارې به د افغان صورتحال پېچلو مسئلو له د قبلېدو وړ حل لټولو له مرسته ترلاسه شي۔










