اسلام آباد 29 ستمبر(اے پي پي)د چائنا نيوز سروس نړيوال ابلاغ مركز نائب ډائرېكټر وانګ ګاؤ فئی د نهې په ورځ د ايسوسي ايټډ پرېس آف پاكستان(اے پي پي) دوره وكړه چرته چې هغه ته د قامي خبري اژانس وظيفائي چارو په اړه بريفنګ وركړے شو۔د اے پي پي لنډ مهاله منيجنګ ډائرېكټرې سبين عثمان خټك وانګ ګاؤ فئی ته د ادارې په اړه بريفنګ كښې ووئېل اے پي …
د چائنا نيوز سروس د نړيوال ابلاغ مركز نائب ډائرېكټر وانګ ګاؤ فئی د ايسوسي ايټډ پرېس آف پاكستان دوره٬ د منيجنګ ډائرېكټرې سبين عثمان خټك لخوا په وظيفائي چارو بريفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد 29 ستمبر(اے پي پي)د چائنا نيوز سروس نړيوال ابلاغ مركز نائب ډائرېكټر وانګ ګاؤ فئی د نهې په ورځ د ايسوسي ايټډ پرېس آف پاكستان(اے پي پي) دوره وكړه چرته چې هغه ته د قامي خبري اژانس وظيفائي چارو په اړه بريفنګ وركړے شو۔د اے پي پي لنډ مهاله منيجنګ ډائرېكټرې سبين عثمان خټك وانګ ګاؤ فئی ته د ادارې په اړه بريفنګ كښې ووئېل اے پي پي د يوې معتبرې خبر رسنې لدارې په حېث د حاضر وخت د ميډيا بدلېدونكې منظرنامه كښې جديد تقاضو سره سم د متنوع خبرې رسنې ادارې په توګه مخ په وړاندې روانه ده۔دې ووئيل اے پي پي خپلو صارفينو ته د ګڼو ژبو تحريري خبرونو نه علاوه معياري ويډيوز٬عكسونه او ډيجيټل ذريعو د لارې د جامع خبرونو كوريج وركوي٬د انګريزۍ او اردو نه علاوه د څلورو سيمه ايزو ژوبو پشمول په چينائي او عربۍ ژبه خبرونه هم جاري كوې كومو څخه چې اے پي پي ته هېواد او په نړيواله كچه پراخا دائره كار ترلاسه دے۔سين عثمان خټك ووئيل اے پي پي يو پراخه ادارتي نيټ ورك ٬ په اسلام آباد كښې مركزي دفتر٬سيمه ايز بيوروز او سټيشنز٬بيجنګ او ملګرو ملتونو كښې غېر ملكي استازو او په ټول هېواد كښې په اعزازي استازو مشتمل اداره ده۔دې ووئيل اے پي پي د 50 څخه د زياتو هېوادونو سركاري خبر رسنو ايجنسيو سره د خبرونو تبادلې لوظ نامې لري كومې چې په نړيواله كچه د پاكستان دريځ او مثبت تشخص رامخې ته كولو كښې مرستياله دي۔په دې موقع وانګ ګاؤ فئی ووئيل د چين او پاكستان ابلاغ ذريعې د دواړو هېوادونو اولسونه د يو بل كلتور٬سېلګرۍ او د خلقو په اړه قيصو سره په آشنائۍ پېدا كولو كولو د پل كردار ادا كولې شي۔هغه ووئيل مونږ د خپلو وظيفائي هلو ځلو د لارې په چين كښې د پاكستان په نقطه نظر رڼا اچوو۔په دې لړ كښې مونږ په چين كښې د پاكستان يو شمېر سفيرانو مركې هم كړي او دا تحريرونه مونږ د چين په يو شمېر ميډيا خپور كړي۔دغسې دچائنا نيوز سروس عهديدار د اے پي پي بيلو څانګو دوره هم وكړه چې پكښې مركزي نيوز ډيسك٬رپورټنګ سيكشن٬د چين نيوز ډيسك٬اردو نيوز سروس او سټوډيوز شاملې وې چرته چې هغه خبر رسنې چارو كښې د خوښۍ څرګندونه وكړه۔چائنا نيوز سروس 1952 كښې جوړ شوے او په چين كښې په صوبو او بلدياتي سيمو كښې 31 او بهر هېوادونو كښې 21 څانګې لري۔په دې ويب پاڼه هره ورځ نزدې 23 كروړ ويورز راځي او موبائل ايپلي كيشن د 6 كروړه څخه زياتو وارې انسټال شوے دے۔










