پېښور 08 فروري (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران وفاقي وزير او پاکستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئيلي چې اولس د پي ټي آئي د شټر ډاؤن کال شټر بند کولو او او پهيه چلولو سره د باني پي ټي آئي فسادي بيانيه جام کړې ده،د خېبر پښتونخوا اولس مننه کوم او هغوي له مباركي وركوم چې په خپل ځان لګولې شوې …
اولس د شټر ډاؤن کال مسترد کولو سره فسادي بيانيه خښه كړه۔د خېبر پښتونخوا اولس له مباركي وركوم۔امير مقام
پېښور 08 فروري (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران وفاقي وزير او پاکستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئيلي چې اولس د پي ټي آئي د شټر ډاؤن کال شټر بند کولو او او پهيه چلولو سره د باني پي ټي آئي فسادي بيانيه جام کړې ده،د خېبر پښتونخوا اولس مننه کوم او هغوي له مباركي وركوم چې په خپل ځان لګولې شوې ليبل ئې مسترد کړو،اولس محسوسه كړي چې كومه 13 كلونو راهسې د دروغو بيانيه وړاندې كړي،په هغې به تر كومه باور كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ پېښور كښې خېبر پښتونخوا بچاؤ تحريك ترمخه اولسي غونډي ته وينا كښې وكړه۔ په غونډه كښې ګڼ شمير اولس ګډون كړې۔په دې موقع د قومي اسمبلۍ غړي ثمر بلور، د قومي اسمبلۍ غړي غزاله انجم، حاجي حيات خان، ملك نديم، ملك طارق اعوان ايم پي اے، صوبيه شاهد ايم پي اے، رحمت سلام خټك، راشد محمود خان او نور عهديدار هم موجود وو۔ وفاقي وزير د ګډون كونكو مننه كولو سره وئويل وګړو د رياست مخالف بيانيه مسترد کړې ده،اوس محسوس کړې چې كوم 13 كلونو راهسې د دروغو بيانيه وړاندې كيده په هغې به تر كوم وخت باور كوو، خېبر پښتونخوا د 13 كلونو راهسې تجربه ګاه جوړه شوې،دروغ وئيلو سره وګړي بے لاري كړې شوي، اولس له دهوكه وركړې شوي دغه حربے به نوري كامياب نه شي،د هغوي دكانداري به نوره نه چليږي۔ده ووئيل د خېبرپښتونخوا اولس هم غواړي چې دلت هپرمختګ وشي،دلته جلسے كښې ګڼ شمير ځوانان موجود دي،هغوي محسوس کړې چې ټول پرمختيائي كارونه دلته ولي نه كيږي كوم چې د اټك پورې غاړه كيږي،كوم مراعات او سهوليات چې د اټك پورې غاړه اولس ته ترلاسه دي هغه دلنه ولي نشته،هغه ليپ ټاپ، سکالر شپس بايد دلته هم ترلاسه شي،روغتونونو كښې معياري او ويړيا داروګان ترلاسه شي ، زراعت څانګه پرمختګ وكړي،ځوانان ګوري چې هلته پنجاب كښې څه كيږي او دلته څه كيږي، پنجاب حکومت او خور مريم نواز سره دې پرمختګ كښې مقابله وكړي۔ وفاقي وزير اسلام آباد كښې د ترهه ګرغ پېښې غندنه كولو سره ووئيل صوبه كښې بدامني ده،سوئيلي ضلعو كښې وګړي د شپے د كور څخه بهر نه شي راوتللې، صوبائي حکومت بايد د امن و امان صورتحال ته پام لرنه وكړي۔ده ووئيل د آئي جي پوليس مننه كوم چې اسلام آباد ځانمرګي بريد كښې ككړ كسان ئې نيولي دي۔ وفاقي وزير ووئيل خېبر پښتونخوا د پاکستان آئيني برخه ده، صوبه كښې كوم هم نوې متوازي سوچ يا تجربے ګنجائش نشته، خېبر پښتونخوا حکومت اولس د ترهه ګرۍ په رحم و كرم پرېښودلې شوي، خېبر پښتونخوا كښې اولس ته بنيادي آسانۍ نه دي ترلاسه او د داروګانو كمي سره مخ دي، صوبائي حکومت دې امن و امان لپاره سي ټي ډي او پوليس مؤثره او قوي كړي۔ ده ووئيل د پي ټي آئي قيادت دې بيا د اقتدار خوب ليدل پريږدي، زمكيز حقائق مختلف دي، د تحريك انصاف بيانيه په اولسي كچه ختمه شوي، تحريك انصاف دې د ځوانانو بے لاري كولو څخه دډه وكړي،ځوانان اوس شعور لري۔












