د خېبرپښتونخوا ګورنر ضم شوو ضلعو كښې د فتنه الخوارج په ضد په كامياب آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی

اسلام آباد 06 فروری(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ضم شوو ضلعو خېبر او اوركزئي سيمو كښې د آپرېشن په مهال د فتنه الخوارج 24 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔په خپل يو بيان كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر د خوراج په ضد په كامياب آپرېشن د امنيتي ځواكونو پيشه وره مهارت او د مړانې ستائنې كولو سره ووئېل د فتنه الخوارج …

اسلام آباد 06 فروری(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ضم شوو ضلعو خېبر او اوركزئي سيمو كښې د آپرېشن په مهال د فتنه الخوارج 24 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔په خپل يو بيان كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر د خوراج په ضد په كامياب آپرېشن د امنيتي ځواكونو پيشه وره مهارت او د مړانې ستائنې كولو سره ووئېل د فتنه الخوارج خاتمې لپاره د امنيتي ځواكونو مړانه او پوخ عزم د ستائنې وړ دي٬ ده ووئيل د صوبې اولس د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د خپلو بهادر ځوانانو سره اوږه په اوږه ولاړ دے