د امنيت معروضي حالات كښې جوائنټ چيك پوسټونه د وګړو امنيت لپاره جوړې كړی شوي۔د كورنيو چارو وزير مملكت

اسلام آباد06 فروری(اے پی پی)د كورنيو چارو وزير مملكت سينيټر طلال چوهدري وئېلي دي د سيكورټي معروضي حالات كښې جوائنټ چيك پوسټونه د وګړو امنيت لپاره جوړې كړی شوي دي٬دې دچيك پوسټونو سره د قاچاق٬ د ترهه ګرۍ مخ نيوي له مرسته ترلاسه شوې۔ده د جمعې په ورځ په سينيټ كښې پام راګرځولو په نوټس د خيالاتو څرګندونه كوله۔د كورنيو چارو وزير مملكت ووئېل د بلوچستان چيك پوسټونو باندې د …

اسلام آباد06 فروری(اے پی پی)د كورنيو چارو وزير مملكت سينيټر طلال چوهدري وئېلي دي د سيكورټي معروضي حالات كښې جوائنټ چيك پوسټونه د وګړو امنيت لپاره جوړې كړی شوي دي٬دې دچيك پوسټونو سره د قاچاق٬ د ترهه ګرۍ مخ نيوي له مرسته ترلاسه شوې۔ده د جمعې په ورځ په سينيټ كښې پام راګرځولو په نوټس د خيالاتو څرګندونه كوله۔د كورنيو چارو وزير مملكت ووئېل د بلوچستان چيك پوسټونو باندې د ولاړو امنيتي اهلكارو په اوږو كيمرې لګېدلې دي٬يو هيلپ لائن جوړ كړے شوے چرته چې د ټولو ګيلو ازاله كيږي۔ده ووئيل د حب چيك پوسټ په اړه صوبائي حكومت سره به خبره كولې شي۔محمد عبدالقادر ووئيل مونږ له د خپل حكومت او رياست تشخص سم ساتلو لپاره د ټېكنالوجۍ سهارا اخستل پكار دي۔ده ووئيل په پولو څارنې لپاره دې كمانډر سينټر جوړ كړے شي۔جان محمد بليدي ووئيل د بلوچستان خلق چې كله كراچۍ ته داخلېږي نو د حب چيك پوسټ وګړي ډېر تنګوي۔