پېښور 06 فروری(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د ډېره اسماعيل څخه تعلق لرونكو د كراټے لوبغاړو يو پلاوي د نور ګل په مشرۍ كښې په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات كړے ۔د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په ملاقات كښې پلاوي ګورنر ته د روان انډر 21 خېبرپښتونخوا ګيمز 2026 په اړه بريفنګ وركړو او د صوبې سره تعلق لرونكو ځوانانو كوبغاړو د كاركردګۍ او …
د خېبرپښتونخوا ګورنر سره د ډېره اسماعيل خان تعلق لرونكو د كراټے لوبغاړو ملاقات
پېښور 06 فروری(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د ډېره اسماعيل څخه تعلق لرونكو د كراټے لوبغاړو يو پلاوي د نور ګل په مشرۍ كښې په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات كړے ۔د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په ملاقات كښې پلاوي ګورنر ته د روان انډر 21 خېبرپښتونخوا ګيمز 2026 په اړه بريفنګ وركړو او د صوبې سره تعلق لرونكو ځوانانو كوبغاړو د كاركردګۍ او صلاحيتونو نه يې خبر كړو۔پلاوي د لوبغاړو ډاډګيرنه او د لوبو د لارې د خېبرپښتونخوا مثبت او نرم تشخص رامخې ته كولو كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر كردار وستائېلو۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د صوبې د كراټے لوبغاړو محنت او كاميابو ستائنې كولو سره ووئېل لوبې په ځوانانو كښې نظم و ضبط٬باور او اتحاد پیدا كولو كښې مهم كردار ادا كوي۔ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې د ګورنر هاؤس دروازې تل د لوبو صلاحيتونو او د لوبغاړو لپاره پرانستې دي چا چې په قامي او بين الااقوامي كچه د پاكستان او خېبرپښتونخوا نامه روښانه كړې ده۔ګورنر ووئيل په صوبه كښې د لوبو ودې لپاره به هر ممكن مرسته روانه ساتلې شي دغسې چې ځوانان لوبغاړي مخ په وړاندې تللو سره د هېواد او قام نمائندګي وكړي۔












