كوئټه۔ 5 فروري (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي وئېلي دي آپرېشن ردالفتنه بلوجستان كښې د خونرېزۍ او اړي ګري خپرونكو لپاره واضحه پېغام دے ۔ به سماجي رابطه وېب پاڼه ايكس خپل پېغام كښې ده ووئېل كالعدم تنظيم بلوچ لبرېشن آرمي (بي ايل اے) يوه فتنه ده كومه چې بې ګناه وګري او مزدوران په نخښه كوي او د هند په اشارو د پاكستان په ترقۍ …
آپرېشن رد الفتنه د اړي ګړي خپرونكو لپاره واضحه پېغام دے٬ د بلوچستان وزيراعلې
كوئټه۔ 5 فروري (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي وئېلي دي آپرېشن ردالفتنه بلوجستان كښې د خونرېزۍ او اړي ګري خپرونكو لپاره واضحه پېغام دے ۔ به سماجي رابطه وېب پاڼه ايكس خپل پېغام كښې ده ووئېل كالعدم تنظيم بلوچ لبرېشن آرمي (بي ايل اے) يوه فتنه ده كومه چې بې ګناه وګري او مزدوران په نخښه كوي او د هند په اشارو د پاكستان په ترقۍ كښې د خنډ راولاړولو هلې ځلې كوي۔ وزيراعلې ووئېل پاكستان د خپل وحدت ٬ ترقۍ او د اولس تحفظ باندې به كومه سودا ونه كړي او د فتنه انګېزۍ د هرې هڅې به په زړه پورې او پرېكنده ځواب وركولې شي۔ ده ووئېل رياست مضبوط او قام يو موټے دے او د پاكستان خلاف پورته كېدونكے هر لاس به د قانون تر مخه په بشپر طاقت ماتولې شي۔ مير سرفراز بګتي د دې عزم پخلے وكړو جې بلوجستان كښې امن راوستلو او د اولس د ځان و مال تحفظ لپاره به حكومت ټول وسائل كاروي۔












