د كشمير يو والي ورځ مركزي لاريون٬د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم د كشميريانو د هلو ځلو د مرستې پخلے

اسلام آباد 05 فروری (اے پی پی)د كشمير يو والي ورځ په موقع د زيارت په ورځ يو مركزي لاريون وشو چې پكښې د جمو او كشمير اولس سره د غېر متزلزل يو والي څرګندونه وشوه۔دا لاريون د وزيراعلٰی هاؤس څخه پیل كېدو سره ګورنر هاؤس ته ورسېد٬د كومې مشري چې د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي او د وزيراعلٰی د خزانې صلاحكار مزمل اسلم په شريكه كوله۔په لاريون كښې …

اسلام آباد 05 فروری (اے پی پی)د كشمير يو والي ورځ په موقع د زيارت په ورځ يو مركزي لاريون وشو چې پكښې د جمو او كشمير اولس سره د غېر متزلزل يو والي څرګندونه وشوه۔دا لاريون د وزيراعلٰی هاؤس څخه پیل كېدو سره ګورنر هاؤس ته ورسېد٬د كومې مشري چې د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي او د وزيراعلٰی د خزانې صلاحكار مزمل اسلم په شريكه كوله۔په لاريون كښې د انتظاميې محكمو مشرانو٬سول سوسائټۍ نمائندګانو٬سوداګرې ورورولۍ٬زده كوونكو او د ژوند د بيلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو په ګڼ شمېر ګډون كولو۔ګډون كوونكو په مقبوضه كشمير كښې د هندي رياستي جبر غندنه وكړه او د كشميريانو سره يې د يو والي څرګندونه وكړه۔ګورنر هاؤس ته په رسېدو د كشمير شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د يوې دقيقي خاموشي اختيار كړې شوه او ګورنر فيصل كريم كنډي او ګډون كوزنكو د شهيدانو قربانو ته سلام وكړو