لاهور۔ 4 فروري (اے پي پي) د اردو ادب نوموړې او كمال لرونكې اديبې او ډرامه لېكونكې بانو قدسيه 9 م كليزه ونمانځلې شوه ۔ بانو قدسيه په 28 نومبر 1928 فرېوز پور كښې زېږېدلې وه او د نيمې اوچې د وېش نه پس لاهور ته راغلې وه۔ هغې په 1951 كښې د ګورنمنټ كالج لاهور نه د ايم اے اردو ډګري تر لاسه كړه۔ د بانو قدسيه وړومبۍ افسانه …
د اردو ادب كمال لرونكې اديبې او ډرامه لېكونكې بانو قدسيه انمه كليزه ونمانځلې شوه
لاهور۔ 4 فروري (اے پي پي) د اردو ادب نوموړې او كمال لرونكې اديبې او ډرامه لېكونكې بانو قدسيه 9 م كليزه ونمانځلې شوه ۔ بانو قدسيه په 28 نومبر 1928 فرېوز پور كښې زېږېدلې وه او د نيمې اوچې د وېش نه پس لاهور ته راغلې وه۔ هغې په 1951 كښې د ګورنمنټ كالج لاهور نه د ايم اے اردو ډګري تر لاسه كړه۔ د بانو قدسيه وړومبۍ افسانه داماندګي شوق 1950 كښې رامخې ته شوې وه ٬ په دسمبر 1956 كښې بانو قدسيه او اشفاق احمد واده وكړو ۔ هغې په رېډيو او ټي وي د نيمې پېړۍ نه تر زيات وخت ادبي رنګونه شيندلي ٬ د ناول راجه ګده څخه بانو قدسيه نړيوال شهرت تر لاسه كړو ٬ باز كشت ٬ امر بيل ٬ دوسرا دروازه ٬تمثيل او حاصل ګهاټ هم د ذكر وړ دي۔ هغې د ټي وي لپاره ګڼ سېريل او ډرامې ليكلي دي چې پكښې دهوپ جلي٬ خانه بدوش او نور شاملې دي۔ هغې تر 27 نزدې ناول ٬ ډرامې او قيصې ليكلي او د ادبي خدمات په اعتراف ورله د پاكستان حكومت هغې ته ستاره امتياز او په 2010 كښې هلال امتياز وركړو۔ بانو قدسيه په 4 فروري 2017 په حق رسېدلې وه۔










