صوبائي حکومت ځوانانو ته په عزت سره روزګار وركولو لپاره عملي ګامونه اخلي ، د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګتي

کوئټه ۔ 04 فروري (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګتي وئېلي دي صوبائي حکومت ځوانانو ته په عزت روزګار وركولو لپاره عملي ګامونه اخلي ۔ د سماجي رابطې په وېب پاڼه ایکس وزیراعلیٰ ووئېل په دې لړ كښې د ګریډ 1 نه تر ګریډ 15 د 25 زره نه زياتې سرکاري نوكرو لپاره اشتهارات جاري كړے شوي ٬ د دې اقدامات مقصد د صوبې ځوانانو ته په …

کوئټه ۔ 04 فروري (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګتي وئېلي دي صوبائي حکومت ځوانانو ته په عزت روزګار وركولو لپاره عملي ګامونه اخلي ۔ د سماجي رابطې په وېب پاڼه ایکس وزیراعلیٰ ووئېل په دې لړ كښې د ګریډ 1 نه تر ګریډ 15 د 25 زره نه زياتې سرکاري نوكرو لپاره اشتهارات جاري كړے شوي ٬ د دې اقدامات مقصد د صوبې ځوانانو ته په میرټ د روزګار موقعې وركول او د ګډ ګورننس اصول مضبوطول دي ۔دغسې د ګریډ 16 او ګریډ 17 د 4 زره خالي چوكۍ د بلوچستان پبلک سروس کمیشن د لارې ډكولو لپاره سمري لېږلې شوې چې په سپېځلتيا، منصفانه او آئیني ډول د بھرتۍ عمل مکمل کړے شي ده ووئېل په كومو محکمو كښې چې د ټیسټ او انټرویوز مرحله مکمل شوې ده هلته به زر د تعیناتۍ احکامات جاری کړے شي ۔ میر سرفراز بګټي واضحه كړه چې د نورو محکمونو په خالي چوكو به د فنانس محكمې آن لائن ټیسټنګ سسټم معارفي کولې شي د كوم لاندې به چې بھرتۍ خالص په میرټ بنیاد كولې شي ۔ ده ووئېل پاكې او په میرټ بھرتۍ بس د ګډ ګورننس بنیاد دے او صوبائي حکومت به په دې اصول هيڅ قسم سمجھوته ونه كړي۔ وزیراعلیٰ مير سرفراز بګتي په ښكاره ټكو ووئېل هغه په خپله وعده ولاړ دے او د بلوچستان د خلقو به كومه نوکري نه خرڅېږي ۔ ده ووئېل حکومت به د ځوانانو سباون سره د لوبو كولو اجازه نه وركوي او هر امیدوار له به د هغه حق په میرټ وركولې شي ۔