كوئټه 03 فروري (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخيل د ټراما سينټر سول هسپتال جناح روډ او په كوئټه كينټ كښې د سي ايم ايچ دوره وكړه۔ په دې مهال هغه په بېلو ځايونو د ترهه ګرۍ په نتيجه كښې د ژوبل كسانو تپوس پوښتنه وكړه او اړوندو چارواكو ته ئې په سدستي توګه د طبي آسانيو وركولو سپارښتنه وكړه۔ ګورنر جعفرخان مندوخيل د يو يو ژوبل كس …
د بلوچستان ګورنر د ټراما سينټر سول هسپتال او كوئټه كينټ كښې د سي ايم ايچ دوره
كوئټه 03 فروري (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخيل د ټراما سينټر سول هسپتال جناح روډ او په كوئټه كينټ كښې د سي ايم ايچ دوره وكړه۔ په دې مهال هغه په بېلو ځايونو د ترهه ګرۍ په نتيجه كښې د ژوبل كسانو تپوس پوښتنه وكړه او اړوندو چارواكو ته ئې په سدستي توګه د طبي آسانيو وركولو سپارښتنه وكړه۔ ګورنر جعفرخان مندوخيل د يو يو ژوبل كس څخه تپوس پوښتنه وكړه او د هغوي د صحت جاج يې واغست او هلته موجود ډاكټرانو او پيرا ميډيكل اسټاف د اړخه د رنځورانو د ښه خيال ساتلو يې ستائنه وكړه۔ دغسې ګورنر جعفرخان مندوخيل د ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا اوكړه










