اسلام آباد۔2فروری(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئيلي دي چې خيبر پښتونخوا اوسوئيلي ضلعو كښې د ګاز زيرمې به د دې منطقې په معاشي پرمختګ كښې نه بلكې د پاكستان په معاشي سوكالۍ كښې مثالي كردار ترسره كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ اېم ډی آئل اېنډ ګېس ډوېلپمنټ کمپنی لمېټډ احمد حيات لك سره خبرو كښې وكړه۔ ګورنر آفس څخه د …
خيبر پښتونخوا اوسوئيلي ضلعو كښې د ګاز زيرمې به د دې منطقې په معاشي پرمختګ كښې نه بلكې د پاكستان په معاشي سوكالۍ كښې مثالي كردار ترسره كړي: فيصل كريم كنډي
اسلام آباد۔2فروری(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئيلي دي چې خيبر پښتونخوا اوسوئيلي ضلعو كښې د ګاز زيرمې به د دې منطقې په معاشي پرمختګ كښې نه بلكې د پاكستان په معاشي سوكالۍ كښې مثالي كردار ترسره كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ اېم ډی آئل اېنډ ګېس ډوېلپمنټ کمپنی لمېټډ احمد حيات لك سره خبرو كښې وكړه۔ ګورنر آفس څخه د جاري شوي بيان له مخې په اسلام آباد كښې شوي ملاقات كښې اېم ډي ګورنر ته بلوچستان ٬ خېبر پښتونخوا او په خاص توګه په سوئيلي ضلعو كښې د ګاز زېرمو او د دې د ګټو په اړه بريفنګ وركړو۔ ده ګورنر ته ووئيل چې په مجموعي توګه او جی ډی سی اېل د 9 زره بېرت زېرمې دريافت كړي دي۔ په سوئيلي ضلعو لكي مروت ٬ ټانك ٬ ډېره اسماعيل خان او پېوستو سيمه كښې د ګاز زېرمې پاكستان د كوېت برابر جوړولو اهليت لري بياهم امنيتي مسئلې دي۔ ګورنر د كوټ پلك منصوبې حواله وركولو سره په كار كښې تندي ضروري وګرځوله۔ ده ووئيل په سوئيلي ضلعو كښې امن په ځاې كولو له امنيتي ځواكونه فعاله هڅې كوي۔ په ملاقات كښی د او جی ډی سی اېل د سی اېس آر فنډز په اړه هم خبرې وشوې۔ ګورنر کسان ایوارډ او او لوبو ته وده وركولو كښې هم د او جي ډي اېل د كردار ستائنه وكړه او هيله يۍ ولرله چې په سباؤن كښی به هم دا مرسته دوامداره ساتلې شي۔










